بنگله ديش له واټونو سوالگر ټولوي

بنگله ديشۍ سوالگر

په بنگله ديش کې اووه سوه زره سوالگر شته چې ډيرى يې له فزيکي پلوه معيوبه دي.

د بنگله ديش چارواکي وايي دوى به د راتلونکې مياشتې د کريکټ نړيوالو اتلوليو په ترڅ کې، د چيتاگانگ ښار سوالگرو ته هره ورځ معاش ورکړي چې له سړکونو لرې شي.


د چيتاگانگ ښاروال منصور علم وايي په راتلونکو درو مياشتو کې به هره ورځ د دې ښار معيوبو سوالگرو ته دوه ډالره ورکوي چې سوالگرۍ ونه کړي . دغه پيسې به يې د هغو عوايدو پر ځاى وي چې عمومآ يې په خير غوښتلو کې پيدا کوي .

هغه دا هم زياته کړه چې دغو سوالگرو ته به موقع ورکړل شي چې د درملنې او له سره د ژوند پيلولو مرکزونو ته وخوځي .

په بنگله ديش کې اووه سوه زره سوالگر شته چې ډيرى يې له فزيکي پلوه معيوبه دي.

د چيتاگانگ ښاروال منصور علم

د کريکټ نړيوالې اتلولۍ په هند ، سرېلنکا او بنگله دېش کې د فبروري په دريمه اوونۍ کې پيليږي .

ښاغلى علم وايي چې دى به راتلونکې اوونۍ د سوالگرو له استازو او نورو چارواکو سره وگوري چې د دغه سهيلي ښار د معيوبو سوالگرو لست برابر کړي.

دى وايي: "موږ عادي ژوند ته د سوالگرو راستنيدل پيل کړي او د کريکټ د نړيوالو اتلوليو تر پيل د مخه به يې لاهم گړندي کړو چې سيلانيان او نندارچيان نارامه نه کړي. "

د چيتاگانگ ښاروال زياتوي : " د نورو سوالگرو لست هم برابرو چې د هيواد له نورو برخو د معيوبو سوالگرو د راتگ مخنيوى وشي."

دغه پريکړه د حکومت له هغه وړانديز نه وروسته وشوه چې ويل يې د نړيوالو اتلوليو تر پايه دې د پلازمينې ډاکې ټول سوالگر د ټولنيزو مرستو مرکزونو ته واستول شي.

سربيره پر دې چې حکومت هڅه کوي سوالگري له مينځه يوسي، خو دغه عمل په بنگله ديش کې ډير شوى دى.

هره ورځ سوالگر د ډاکې او د چيتاگانگ ښارونو پر سړکونو ، له ترافيکي اشارو سره او د تجارتي ودانيو تر مخ ليدل کيږي.

که څه هم د سوالگرو رسمي شميره څرگنده نه ده، خو اټکل شوى چې په بنگله ديش کې اووه سوه زره سوالگر شته چې ډيرى يې له فزيکي پلوه معيوبه دي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .