'کرزی د مشرانو جرګې د مشرتابه په ټاکنو خوشاله نه دی'

ښاغلی کرزی
Image caption ولسمشر کرزي ته د یوې نژدې سرچینې د معلوماتو له مخې، بي بي سي ته د نارسمي څرګندونو په لړ کې، معلومه شوې چې ښاغلی کرزی پر دغو ټاکنو خوشاله نه دی.

ارګ ته ځینې نژدې سرچینې په نارسمي ډول وایي ولسمشر کرزی د مشرانو جرګې د مشرتابه لپاره د شنبې په ورځ په شویو انتخاباتو خوشاله نه دی.

بل خوا د مشرانو جرګې سرچینې هم مني چې ولسمشر ترې د ۳۴ انتصابي غړو د معرفي کیدو تر مهاله د جرګې د مشرتابه لپاره د انتخاباتو د ځنډ غوښتنه کړې وه خو اکثره سناتوران ګواکې د انتخاباتو پر ځنډیدو راضي نه وو.

د ریس او مرستیالانو په ګډون د اداري هیات د ټاکلو په برخه کې، ډېرو ته د مشرانو جرګې حیرانوونکې پرېکړې ته لا اوس هم ولسمشر کرزی او د ارګ نورو سرچینو د تاید یا تردید له اړخه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

دغې جرګې د ولسمشر له لورې د ۳۴ انتصابي غړوله ورمعرفي کېدو وړاندې د شنبې په ورځ په داسې حال کې د جرګې د ریس او مرستیالانو په ګډون د اداري هیات لپاره ټاکنې وکړې چې ان د رسنیو پام هم د دغو ټاکنو پر ځای، تر ډېره د ولسي جرګې د ریس لپاره د ټاکنو پر لور وو.

بل خوا ولسمشر کرزي ته د یوې نژدې سرچینې د معلوماتو له مخې، بي بي سي ته د نارسمي څرګندونو په لړ کې، معلومه شوې چې ښاغلی کرزی پر دغو ټاکنو خوشاله نه دی.

دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل ولسمشر د مشرانو جرګې له انتخابي غړو غوښتي وو چې د اداري هیت ټاکنې دې د انتصابي غړو د ورپیژندو تر مهاله وځنډوي خو خبره یې ونه منل شوه.

د مشرانو جرګې سرچینې هم مني چې ولسمشر کرزي ترې د ټاکنو د ځنډولو غوښتنه کړې وه خو وایی د انتخابي سناتورانو اتفاق پر دې شو چې د ملي شورا له پرانستو وروسته ترنامعلومه وخته د مشرانوجرګې د فعالیت ځنډیډل قانوني توجه نه لري .

انتخابي سناتوران دا هم وایي چې د دود او تعامل له مخې پکار دا وه چې ولسمشر کرزي د مشرانود پخوانۍ جرګې د کار له ختمیدو سره جوخت انتصابي سناتوران معرفي کړي وای.

خو ارګ ته نژدې همدغه سرچینه چې وړاندې یې یادونه وشوه، په دې کې د راغلي ځنډ یو لامل د انتخاباتي شکایتونو د ځانګړې محکمې حکم ته انتظار وباله .

وضاحت یې دا وو چې ښاغلی کرزی غواړي د انتصابي سناتورانو په لست کې د ولسي جرګې په انتخاباتي سیالیو کې ورګډ یو شمېر ناراضي او پاتې راغلي کاندیدان هم ورشامل کړي او په وینا یې دا وروسته له هغې شونې ده چې د انتخاباتي درغلیو په اړه د اختصاصي محکمې حکم صادر شي او له مخې یې په ولسي جرګه کې د ګډون له اړخه د ناراضي کاندیدانو برخلیک معلوم شي.

دا هم ویل کېږي چې د انتصابي سناتورانو په لست کې به د جهادي مشر صبغت الله مجددي په ګډون د اغېز او نفوذ درلودونکي یو شمېرنور سیاسي او قومي مشران هم شامل وي.

Image caption ښاغلی مجددي په تېره دوره کې هم د انتصابي سناتور په توګه راغلی و او بیا تر پایه د مشرانو جرګې ریس پاتې شو.

ښاغلی مجددي په تېره دوره کې هم د انتصابي سناتور په توګه راغلی و او بیا تر پایه د مشرانو جرګې ریس پاتې شو.

دې ته په کتو یوه انګیرنه داده چې انتخابي سناتورانو ګواکې له دې کبله د جرګې د مشرتابه په غوراوي کې تادې کړې چې دا ځل ترې بیا د جرګې مشري کوم انتصابي سناتور وانخلي.

خو د شنبې په ورځ د دغې جرګې غوره شوی لومړی مرستیال محمدعلم ایزید یار دغه انګیرنه ناسمه بولي او وایي د مشرانو جرګې په تېره دوره کې هم د درېیمې برخې سناتورانو له ورتلو وړاندې د جرګې د مشرتابه لپاره انتخابات کړي وو.

دې هر څه ته په کتو داسې برېښي چې ارګ، د مشرانو جرګې له لوري د شنبې په ورځ د شويو انتخاباتو په تړاو د خپل دریځ د څرګندولو له اړخه په بوخته کې دا ښکېل دی او ښایي همدا بوختیا یې د چوپ والي اصلي لامل وي .

ورته مطالب