ځانګړې محکمې د ولسي جرګې ۳ غړي د درغلیو په تور احضار کړي

په افغانستان کې د انتخاباتي درغلیو د ارزولو اختصاصي محکمه وایي ولسي جرګې ته یې د فاریاب ، تخار او پکتیکا له ولایتونو ورغلي درې وکیلان د درغلیو په تور احضار کړي دي.

د محکمې مشر قاضي ، صدیق الله حقیق خبریالانو ته وویل ، د دغو وکیلانو جلب پاڼه یې پارلمان ته استولې او پکار ده چې د هغوی د برخلیک په اړه له پریکړې وړاندې، دغه وکیلان د ځان د سپیناوي او دفاع لپاره محکمې ته ورشي.

د انتخاباتي شکایتونو د ارزونې اختصاصي محکمه وایي تر اوسه یې د انتخاباتي درغلیو په اړه د ټول هېواد په کچه د وررسېدلو څه باندې ۴۰۰ جدي شکایتونو له منځه ، د ۱۲ ولایتونو په رابطه نږدې ۱۷۰ شکایتونه ارزولي او دا چې په لومړي سر کې به خپلې همدغه موندنې د افغانستان خلکو ته اعلان کړي.

د محکمې چارواکي په همدې رابطه د کابل ، هرات ، بلخ ، بدخشان ، فاریاب ، سمنګانو ، کندهار، ننګرهار، زابل ، کندز، بغلان ، او هلمند د ولایتونو یادونه کوي.

چارواکي دا هغه ولایتونه بولي چې د انتخاباتي درغلیو له اړخه پکې د شویو دعوو شمېره تر نورو زیاته ده.

د دغې اختصاصي محکمې مشر قاضي ، صدیق الله حقیق د کوم وکیل د نوم له یادولو پرته خبریالانو ته وویل ، تر دې مهاله د دوی د موندنو له مخې ، د فاریاب ، تخار او پکتیکا له ولایتونو ، نوې ولسي جرګې ته ورغلي درې وکیلان هم د درغلیو له شک سره مخامخ دي .

ښاغلي حقیق زیاته کړه چې دوی په محکمه کې د درغلۍ له تور سره د مخامخ دغو وکیلانو د حاضریدو لپاره پارلمان ته جلب پاڼه هم استولې.

قاضي حقیق دا هم وویل چې د شکایتونو د ارزونې د بهیر د روڼتیا لپاره یې د انتخاباتو له کمیسون نه غوښتی چې د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د رایو صندقونه قلف او مهر کړي.

په دې سربېره ښاغلي حقیق خبریالانو ته په خپلو څرګندونو کې یو وار بیا د انتخاباتو پر کمیسیون له قاضیانو سره د همکارۍ د نه کولو له اړخه کلکې نیوکې وکړې.

په همدې ترڅ کې یې دا خبرداری هم ورکړ چې د انتخاباتو د کمیسیون له همکارۍ پرته او داراز د دغې اختصاصي محکمې پر اعتبار او قانونیت د ځینو وکیلانو د نیوکو باوجود به دوی خپل کار ونه دروي او د ولسمشر کزي د حکم له مخې به هرو مرو ولس ته خپله پریکړه اعلان کړي.

د انتخاباتو کمیسیون د دغې محکمې پر قانونیت شک لري او په دې اړه یې لږ ډیر دوه اوونۍ وړاندې د اساسي قانون د څار له کمیسیون نه وضاحت غوښتی ؤ، خو د اساسي قانون د څار کمیسون لا تر اوسه ددغې لانجې په اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .