د ولسي جرګې د درېیمې ورځې غونډه هم بې نتیجې پایته ورسېده

ولسي جرګه
Image caption تېره ورځ د بحثونو په ترڅ کې ځينو وکيلانو ويل چې دغه ماده دې تعديل شي.

د افغانستان د ولسي جرګې د ریس د ټاکلو پر سر د دغې جرګې د درېیمې ورځې غونډه هم بې پایلې پای ته ورسېده .

تر یو لړ جنجالي بحثونو وروسته د ولسي جرګې د سه شنبې غونډه د موقت رییس له خوا پای ته ورسول شوه، او سبا نه بله ورځ (چهارشنبه) به راتلونګې غونډه لري .

د ريس د ټاکلو لپاره د شنبې پر ورځ رای ورکونه له پايلې پرته پای ته ورسېده او تېره ورځ بيا ددې پر سر بحثونه وشول چې زاړه نوماندان بيا ځانونه نومولی شي او که به نوي کسان رامخته کېږي .

خو د تېرې ورځې بحثونو په کتو سره بيا هم ډېر خلک خوشبينه نه دي چې ګنې نن به د جرګې د مشرۍ نانديزه مساله پای ومومي.

اوس داسې ښکاري چې د افغانستان په ولسي جرگې کې د مشر د ټاکلو مساله له يوې نوې او لويې ننگونې سره مخامخ کېدونکې ده .

د رايې ورکولو په دوو پړاوونو کې د دوو پياوړو او مخکښو استازو عبد رب الرسول سياف او يو نس قانوني د نه بريالي کېدو مسالې اوس د ولسي جرگې ډېرو استازو ته تت انځور مخې ته کړى دی.

سره له دې چې نن (دوشنبه) به بيا پر دغه جنجالي مساله بحث پيلېږي، خو تر اوسه سل په سلو کې نه ده روښانه چې نوې څېرې به د جرګي مشري ته ځانونه نوموي او که به هماغه پخواني دوه لاهم په درېيم پړاو کې سيا لۍ ته درېږي .

خو د جرگې د تېرې ورځې وروستۍ شېبې تر ډېره په داسې خبرو پاى ته ورسېدې چې ګنې نن به نوي استازي په دغه مهم سياسي ډگر کې سيالۍ ته را ميدان ته شي .

که د ښاغلي قانوني او ښاغلي سياف اغېز او بيا د اړينو رايو نه ترلاسه کېدو مسالې ته وکتل شي نو داسې نه برېښي چې نوي کسان دې هم په اسانۍ سره د ولسي جرگې د مشرتوب څوکۍ ترلاسه کړي .

د نويو کسانو د را مخې ته کېدو په اړه هم تر اوسه څه نه دي روښانه شوي، خو که نوي استازي را دمخه کېږي نو دا د ولسمشر کرزي د هغو سياسي مخالفینو لپاره کېدى شي يوه ننگونه وي چې ددې بهير تر پيلېدو دمخه په پارلمان کې د مشرتوب خپلولو او د حکومت ننگولو ته ډېر خوشبينه ول .

په دويم ځلي رايې اچونه کې د ښاغلي سياف ١١٩ رايو وښووله چې حکومت پلوي لا هم په نوې ولسي جرگه کې ډېر دي چې وړاندې برعکس خبرې کېدې .

خو د ځينو نورو استازو بيا لويه اندېښنه داده چې که د جرگې کورني طرزالعمل کې بدلون را نه شي، دغه ستونزه کېدى شي ډېره نوره هم وغزېږي .

ستونزه د ولسي جرګې د داخلي دندو د اصولو اتمې مادې جوړه کړې چې وايي د جرګې د مرستيالانو او منشيانو لپاره درېيم ځل ټاکنې کېدای شي خو رييس يې يو ازې دوه چانسه لري .

تېره ورځ د بحثونو په ترڅ کې ځينو وکيلانو ويل چې دغه ماده دې تعديل شي.

خو د ولسي جرگې په تالار کې به وروسته دغه ټول شيان تر يوه بريده روښانه شي او يا ان کېدى شي نن نوى مشر وټاکل شي .

ورته مطالب