کابل: په ايران کې روزل شوي درې بريدګر نيول شوي دي

د کورنيو چارو وزارت
Image caption د کورنيو چارو وزارت وايي نيول شويو کسانو دا منلې چې په ايران کې روزل شوي او تر څنګ يې دا هم ويلي چې په افغانستان کې يې ځينې بريدونه کړي دي.

افغان امنيتي چارواکي وايي پر ترهگرو کړنو تورن داسې درې کسان يې نيولي دي چې د اعترافاتو له مخې يې په ايران کې روزل شوي دي.

چارواکي وايي چې له دغو کسانو سره يې له لرې واټنه کنتروليدونکي ماينونه او راز راز نور چاوديدونکي توکي هم نيولي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې نيول شوي تورن کسان د لويديځ ولايت نيمروز د مرکز زرنج ښار اوسېدونکي دي.

نيمروز يو له هغو ولايتونو دى چې له گانډي ايران سره گډه پوله لري.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د ترهگرۍ ضد مبارزې مشر عبدالغفار سيدزاده وايي تورنو کسانو منلې چې د ايران د زاهدان ښار په بارامچه نومې سيمه کې ورته د ترهگرو کړنو تر سره کولو ور زده شوي او بيا افغانستان ته را استول شوي دي:

((د پلټنو په ترڅ کې ملا گل احمد په پريکنده ډول پر خپل جرم اعتراف کوي او وايي چې مخکې زه په ايران کې وم. هلته ددې چارو لپاره جذب شوم. بيا د بهرامچې سيمې ته راغلو، هلته د ماين خښولو او ترهگرو کړنو زده کړه راکړل شوه. بيا له خپل گروپ سره چې د هغه غړي يې معرفي کړي دي موږ دا فعاليتونه تر سره کړي دي. ده خپل جرمي شريکان هم په گوته کړي چې دوه تنه يې نيول شوي دي او ددغه گروپ له دوو څخه تر دريو پورې کسان تر تعقيب لاندې دي. ))

ښاغلي سيد زاده وويل نيول شويو کسانو منلې چې د سړک د غاړو د ماينونو د خښولو په گډون يې د نيمروز ولايت په بېلابېلو سيمو کې ترهگرې کړنې تر سره کړې دي.

چارواکي وايي له دغو کسانو سره يې له لرې واټنه کارونکي ماينونه،اتومات بمونه،ډول ډول نور چاوديدونکي توکي او يو شمېر داسې واسکټونه هم نيولي چې په ځانمرگو بريدونو کارول کېږي.

ايران تر دې مهاله پر دې اړه څه نه دي ويلي.

تر دې مخکې هم په دغه هېواد کې افغان او بهرنيو ځواکونو په ايران کې جوړو شويو وسلو د نيولو خبرې کړې دي.

بهرنيو ځواکونو څو ځله ايران په افغانستان کې په لاسوهنه او د ترهگرو په مرسته تورن کړى دى، خو ايراني چارواکو تر اوسه ددغو تورونو منلو ته غاړه نه ده ايښې او هغه يې بې بنسټه بللي دي.