کرزی پر امنيتي مسایلو د خبرو لپاره هند ته ځي

کرزی او سینګهـ

ښاغلی کرزی به په دې دوه ورځني سفر کې تر هند وروسته د جرمني د مونیخ په امنيتي کنفرانس کې هم برخه اخلي .

ټاکل شوې افغان ولسمشر حامد کرزی نن (چهارشنبه/ د فبرورۍ دویمه) په دوه ورځني رسمي سفر نوي ډيلي ته ولاړ شي .

ښاغلی کرزی به له هندي چارواکو سره د افغانستان پر روانو حالاتو او امنيتي حالاتو خبرې کوي .

همدا راز، ولسمشر کرزی به په افغانستان کې د هند د پرمختيايي پروژو پر سر خبرې وکړي .

د ارګ یوه مرستیال ویاند سیامک هروي ویلي افغان ولسمشر حامد کرزی به له لومړي وزیر او یو شمېر نورو هندي چارواکو سره هم خبرې ولري .

ښاغلی هروي وايي، په پام کې ده چې ولسمشر کرزی به پر سیمه ییزو اقتصادي مسایلو او پراختیايي پروژو خبرې وکړي .

همدا راز، ښاغلی کرزی به د اقتصادي او ټولنیزو چارو په تړاو د نوي ډيلي په جوړېدونکي کنفرانس کې هم خبرې وکړي .

هند د افغانستان په پراختیايي برخه کې ډېره مرسته کړې ده .

ښاغلی کرزی به په دې دوه ورځني سفر کې تر هند وروسته د جرمني د مونیخ په امنيتي کنفرانس کې هم برخه اخلي .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .