د افغان او پاکستاني عسکرو ترمنځ نښته شوې

پاکستاني پوځيان
Image caption په اسلام اباد کې یوه ځايي خبریال په دې برید کې د یوه ملېشه د وژل کېدو او د درو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی .

د خوست ولایت امنیتي چارواکو ویلي له شمالي وزیرستان سره پر پوله د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده . افغان ځواکونه وايي لومړی پاکستاني عسکرو برید وکړ، او دوی پرې متقابلې ډزې وکړې .

په خوست كې له شمالي وزيرستان سره پر پوله د افغاني او پاكستاني ځواكونو ترمنڅ نښته شوې ده .

د خوست امنيتي سرچینو بي بي سي ته وویل، برید د خوست ولایت سرحدي ګربزو ولسوالۍ په 'تورخوربي' سیمه کې، چې له شمالي وزیرستان سره ګډه پوله لري، نن (چهارشنبه، د فبرورۍ دویمه) شوې ده .

سرحدي پولیس وايي لومړی پاکستاني عسکرو برید وکړ او بیا د کمپاین ځواکونو متقابل برید پرې وکړ .

کمپاین ځواکونه هغه افغان امنيتي عسکر دي، چې د بهرنیو ځواکونو د اډو او هغوی ساتنه کوي .

په خوست کې د بي بي سي د خبریال په حواله، لاهم خال- خال ډزې اورېدل کېږي .

د خوست امنيتي چارواکي وايي د برید په سیمه کې د افغانانو کلي او یو ګمرک هم شته .

دوی وايي چې افغان لوري ته په ډزو کې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د پاکستاني عسکرو د مرګ ژوبلې په اړه څه مالومات نه لري .

خو په اسلام اباد کې یوه ځايي خبریال ویلي، چې په دې برید کې د پاکستان یو ملېشه وژل شوی او درې نور ټپیان دي .