کابل: ډېر ژر به له روسيې څخه افغانستان ته تېل را وارد شي

تېل
Image caption افغان حکومت وايي له روسيې څخه د تېلو له راواردولو سره به د افغانستان په بازارونو کې اوسنی کمېښت له منځه ولاړ شي.

له روسيې څخه د تېلو د راواردولو تړون مسکو ته د افغان ولسمشر حامد کرزي د سفر پر مهال له روسي چارواکو سره وشو.

د سوداګرۍ وزارت د نفتي توکو مشر فريد الله شېرزی وايي له روسيې څخه د اخېستل شويو تېلو د ټانکرونو کتار به ډېر ژر د افغانستان د حيرتانو بندر له لارې هېواد ته را ورسېږي.

ښاغلی شېرزی وايي له روسيې څخه د تېلو په واردېدو به په افغانستان کې د تېلو په بيو کې د پام وړ کمی راشي:

(( د دغو يو اعشاريه اته سوه ټنه تېلو تړون يوه افغاني شرکت له مسکو سره کړی دی. دغه تېل به له يو لړ اداري پړاوونو وروسته د افغانستان د حيرتانو بندر له لارې راوارد شي. څنګه چې د دغو تېلو کتار افغانستان ته راورسېږي ، زه خلکو ته ژمنه ورکوم چې تېل به خامخا ارزانه شي.))

په افغانستان کې د سون توکو بيې له هغه وروسته وختې چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د افغان سوداګرو تيلي ټانکرونه د ايراني چارواکو له لوري په دغه هېواد کې ايسار شول.

د ژمي په يخ موسم کې له دغه شاوخوا دوه مياشتني بنديز سره د افغانستان په بازارونو کې د تېلو د يوه لېټر بيه له شاوخوا ۴۵ افغانيو څخه ۶۰ افغانيو ته لوړه شوه.

که څه هم د تېلو بيې اوس يو څه بېرته راټيټه شوې ، خو لا هم پخواني حالت ته نه دي راګرځېدلې.

د سوداګرۍ وزارت د نفتي توکو مشر وايي افغانستان په ورځ کې ۱۶۰۰ ټنه تېلو ته اړتيا لري او له ايران سره پر پوله له افغان بندرونو اوس هره ورځ همدومره تېل هېواد ته واردېږي.

خو عام خلک لا هم د تيلو د لوړو بيو له امله سرټکوي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د نفتي توکو مشر فريد الله شېرزی وايي د ازاد بازار د تګلارې له امله نه شي کولی په بازارونو کې د تېلو بيې کنټرول کړي ، خو زياتوي هڅه کوي له خصوصي سکتور سره د سيالۍ له لارې د تېلو بيې راښکته کړي: (( په اوس وخت کې د افغانستان د حکومت تګلاره دا ده چې ازاد بازار دی او حکومت تر اوسه موږ ته دا اجازه نه ده راکړې چې موږ ازاد بازار په مستقيم ډول تر خپل کنټرول لاندې ولرو.

خو موږ ته دا اجازه شته چې د سالمې سيالۍ له لارې بيې را ښکته کړو . تاسو خبر ياست چې موږ اوس په کابل کې د تېلو ۲۲ حکومتي پمپ سټېشنونه او د ګازو ۳۰ پلورنځي لرو.))

د رسمي شمېرو له مخې افغانستان په کال کې شاوخوا درې ميليونه ټنه تېلو ته اړتيا لري چې يو اعشاريه دوه ميليونه يې په افغانستان کې مېشت بهرنيان او پاتې يو اعشاريه اته ميليونه ټنه يې افغانان مصرفوي.

افغانستان اوس د اړتيا وړ خپل نژدې ټول تېل له بهره په ځانګړې توګه له ګاونډيو هېوادونو واردوي .

کتونکي وايي که په افغانستان کې تر ځمکې لاندې شته تيل ووېستل شي ، د افغانستان د اړتيا وړ تېلو يوه برخه به يې له خپله هېواده وي او پر نورو هېوادونو به يې د اوس په پرتله تکيه کمه شي.