په جرمني کې پر افغانستان نړیوال کنفرانس جوړېږي

مونیخ

د افغان چارواکو په وينا د مونیخ په دې غونډه کې به تر ۲۰۱۴ میلادی کاله افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي چارو د ورسپارلو د بهیر د بشپړتیا په اړه هم خبرې کیږي، خو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوې.

ټاکل شوې د روان میلادي کال په وروستیو کې افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د ورسپارلو د بهیر د ارزولو لپاره په جرمني کې یو نړیوال کنفرانس جوړ شي.

افغان ولسمشر حامد کرزي دغه موافقه د مونیخ امنیتي غونډې ترڅنګ د جرمني له لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل سره د یوې لیدنې پرمهال کړې ده.

ټاکل شوې د ۲۰۱۴ کال تر پایه د افغانستان د امنیتي چارو مسوولیت په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته ورسپارل شي.

افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د ورسپارلو موضوع تر دې وړاندې هم له تودو بحثونو سره مله وه، خو د دې بهیر د جاج اخیستلو په موخه د یوه نړیوال کنفرانس رابلل په دې برخه کې یو نوی پرمختګ بلل کیږي.

ټاکل شوې د دې کنفرانس کوربه جرمني وي.

کابل کې د ولسمشرۍ دفتر وايي افغان ولسمشر حامد کرزي او د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل د مونیخ د غونډې په ترڅ کې د لیدنې پرمهال په دې اړه موافقه کړې ده.

د افغان چارواکو په وينا په دغه غونډه کې به تر ۲۰۱۴ میلادی کاله افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي چارو د ورسپارلو د بهیر د بشپړتیا په اړه هم خبرې کیږي، خو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوې.

نړیوالې ټولنې او افغان حکومت هوکړه کړې چې تر ۲۰۱۴ کاله به په دغه هېواد کې د امنیت ټینګولو چاره په بشپړه توګه د افغان ځواکونو پرغاړه وي، خو وایي لا به یې هم یو شمېر نړیوال ځواکونه د هغوی د ملاتړ لپاره په دغه هېواد کې پاتې وي.

د دغه بهیر له هماغه پیل راهیسې په دې اړه ځینې اندېښنې له دې اړخه راټوکېدلې چې وایي ښایي ترهغه مهاله به افغان امنیتي ځواکونه که څه هم د څومره والي له پلوه ټاکل شوي شمېر ته ورسېږي، خو د څرنګوالي له اړخه به هغه شان چې په کار ده په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال نه وي.

حامد کرزی او آغلې میرکل

افغان ولسمشر حامد کرزي دغه موافقه د مونیخ امنیتي غونډې ترڅنګ د جرمني له لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل سره د یوې لیدنې پرمهال کړې ده.

خو افغان حکومت په بیا بیا په دې برخه کې خپل چمتوالی څرګند کړی او وایي تر راتلونکو شاوخوا څلور کلونو به یې امنیتي ځواکونه د دې جوګه وي چې د بهرنیو ځواکونو له شتون پرته په یوازې ځان په دغه هیواد کې د امنیت ټینګولو چارې ته اوږه ورکړي.

خو دا چې د روان ميلادي کال په پاى کې د جرمني نړیوال کنفرانس به افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د سپارلو بهیر څومره بریالی او څومره له ننګونو سره مل وارزوي، دا به هغه څه وي چې له جوړیدو وروسته به یې په ډاګه شي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .