په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بشپړه مرکه

Image caption د پښتنو يو ملتپال مشر محمود خان اڅکزى وايي چې د افغانستان د حکومت او وسلوالو مخالفينو ترمنځ د روغې جوړې لپاره منځگړيتوب ته چمتو دى.

د پښتونخوا ملي عوامي گوند مشر محمود خان اڅکزى وايي چې په دې لړ کې چمتو دى چې د وسلوالو طالبانو له مشر ملا محمد عمر سره هم وگوري او هغه دې ته وهڅوي چې لانجه د خبرو له لارې هواره کړي.

ښاغلى اڅکزى زياتوي چې په سيمه کې مېشت د القاعده شبکې غړو ته هم بايد لاره هواره کړاى شي چې خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

د بي بي سي د کابل د دفتر مشر داوود اعظمي له ښاغلي اڅکزي سره د افغانستان او پاکستان په پښتنې سيمو کې د تاوتريخوالي، سيمه ييزو حالاتو اود پښتون ملتپال سياست په اړه غږېدلی دی.