په کندهار ځانمرګي برید د بهرنیانو په ګډون ۵ کسان ووژل

کندهار د انځور حقوق Reuters
Image caption برید د کندهار د ګمرک په انګړ کې شوی دی .

د کندهار په ګمرک کې ځانمرګی برید شوی چې له امله یې يو افغان ژباړن او څلور 'بهرنیان' وژل شوي او دوه نور ټپیان دي .

د کندهار امنیه قومندان خان محمد مجاهد وویل برید نن (دوشنبه/د فبرورۍ اوومه) د کندهار ښار پنځمې حوزې په اړوند ګمرک کې وشوه .

ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې دا ځانوژونکی برید و .

هغه وویل برید پر بهرنیانو وشو، چې يو ژباړن په کې وژل شوی او بهرنیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دقیقه شمېره یې نه شي ښودلی .

د کندهار والي توریالي ویسا پېښه تایید کړې او د لومړنیو رپوټونو له مخې په برید کې څلور بهرنیان یو افغان ژباړن وژل شوي او دوه نور بهرنیان ټپيان دي .

په کندهار کې د بي بي سي خبریال او عيني شاهدان وايي، د پېښې په ځای کې غوښې لیدل کېږي .

یوې بلې امنيتي سرچینې چې د نامه له اخیستو یې ډډه کړې، ویلي چې په برید کې د یوه افغان ژباړن په ګډون درې بهرنیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي .

د برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې ده .

د دغې ډلې یوه ویاند قاري یوسف احمدي بي بي سي ته له یوه نامالوم ځایه د تیلې فون پر کرښه په برید کې د ۱۴ بهرنیانو د وژل کېدا ادعا وکړه .

رپوټونه وايي برید د ګمرک په انګړ کې شوی، چې ډېر کله بهرني ځواکونه هلته ورځي له خلکو سره خبرې کوي او خلک څاري .

په کندهار کې د بي بي سي خبریال د ګمرګ د مسؤولینو په حواله وویل، برید کوونکي له برید شېبه وړاندې له بهرنیو سرتېرو سره خبرې کولې او بیا یې ځان وچووه .

د ګمرک مسؤولین بریدګر څو شېبې مخکې له امریکایانو سره ولاړ و او خبرې یې کولې .

ورته مطالب