UNHCR ستنېدونکو کډوالو ته نغدي مرسته زیاتوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
UNHCR
Image caption د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، اوسمهال شاوخوا دوه میلیونه او اووه سوه زره افغان کډوال په قانوني توګه په ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران کې مېشت دي، خو ترڅنګ یې په لسګونو زره نور ناقانونه کډوال هم په دغو هېوادونو کې ژوند کوي .

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونه اداره UNHCR وایي، په روان کال کې یې له هغو کډوالو سره چې په داوطلبانه توګه خپل هېواد ته ستنېږي، پخپلو نغدي مرستو کې ۵۰ په سلو کې زیاتوالی راوستی دی .

د دې ترڅنګ UNHCR په پام کې لري چې چې شل زره کورنیو ته سرپناه هم برابره کړي .

په کابل کې د UNHCR ویاند نادر فرهاد وایي، څه باندې ۱۰۰ زره افغان کډوالو بېرته راستنېدو ته پوره چمتووالی لري .

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، اوسمهال شاوخوا دوه میلیونه او اووه سوه زره افغان کډوال په قانوني توګه په ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران کې مېشت دي، خو ترڅنګ یې په لسګونو زره نور ناقانونه کډوال هم په دغو هېوادونو کې ژوند کوي .

په کابل کې زموږ همکار حامد حلیمي له ښاغلي فرهاد سره مرکه کړې چې په پیل کې نوموړی په روان میلادي کال کې د UNHCR د پروګرامونو په اړه غږېږي .

ورته مطالب