'ډېرو وزارتونو لانیمايي بودیجه هم نه ده لګولې'

افغانۍ

د مالي وزارت وايي د ولسي جرګې د رييس له ټاکل کېدو وروسته به د جرګې لومړی کار د ۱۳۹۰ لمريز کال د بوديجې تصويب وي .

د افغانستان مالي کال مخ پر ختمېدو دی ، خو ددغه هېواد د ماليې وزارت وايي د هېواد ډېرو وزارتونو د پرمختيايي بودېجې نيمايي لا نه ده لګولې .

د ماليې وزارت وايي د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ډېره بوديجه لګولې خو په وينا يي تر ټولو لږه بوديجه د اقتصادي سکتور وزارتونو لګولې ده .

د ماليې وزارت وايي د بوديجې د نه لګولو لامل امنيتي ستونزې او د ظرفيتونو ټيټوالی دی.

د پرمختيايي بوديجې د نه لګېدو له امله له څو کلونو راهيسې د افغانستان پر ځينو وزارتونو کلکې نيوکې کېږي.

تېر کال ولسي جرګې هم په دې اړه تاوده بحثونه وکړل چې ولې د خلکو له اړتياوو سره سره ځينې وزارتونه نه شي کولای خپله پرمختيايي بوديجه ولګوي.

خو سږ کال بيا د بوديجې د لګولو په اړه د زيات بدلون څرک نه تر سترګو کېږي. د افغانستان د ماليې وزارت وايي اوس چې د مالي کال يوازې څه باندې يوه مياشت وخت پاتې دی ځينې وزارتونو ايله شاوخوا شل سلنه پرمختيايي بوديجه لګولې ده .

د ماليې وزارت وياند عزيز شمس وايي هغه وزارتونه چې لږه پرمختيايي بوديجه يې لګولې ټول په اقتصادي سکتور پسې اړه لري:

دوی زیاتره د تدارکاتو او ظرفیتونو په برخه کې ستونزې لري، او په ځينو ولایتونو کې امنيتي ستونزې دي، او په ټاکل شوي وخت خپل کار سرته نه شي رسولی .

عزیز شمس

''په اقتصادي برخه کې د برېښنا او اوبو لګولو، د ښاري او کلیو د پراختیا وزارت، مخابرات، د کانو او سوداګرۍ وزارتونه اقتصادي سکتورونه دي چې زیاتره پراختیایي بودیجه لري، دوی خپله بودیجه په سلو کې له ۲۰ تر ۴۰ پورې لګولې ده، او د کال په پای کې به د هر وزارت لګول شوې بوديجه په ډاګه شي .''

ښاغلي شمس وويل لا هم د ديارلس سوه نهه اتيايم کال شاوخوا يوه نيمه مياشت پاتې ده او تمه ده چې دغه وزارتونه به د خپلې بوديجې يو څه نوره برخه هم ولګوي .

نوموړي وويل د دفاع ، کورنيو چارو، عامې روغتيا او پوهنې وزارتونه د خپلې پرمختيايي بوديجې ډېره برخه لګولې ده .

د مالي وزارت وايي د ولسي جرګې د رييس له ټاکل کېدو وروسته به د جرګې لومړی کار د ۱۳۹۰ لمريز کال د بوديجې تصويب وي .

خو کېدای شي د بوديجې تصويب د تېر کال په څېر بيا له دې امله له ستونزو سره مخامخ شي چې ځينو وزارتونو بيا خپله پرمختيايي بوديجه نه ده لګولې.

ښاغلي شمس وويل د ۱۳۸۹ کال د لويو پروژو بوديجه راتلونکې کال ته لېږدول کېدای شي خو د وړو پروژو بوديجه د دولت خزانې ته ور ګرځي .

دا چې دغو وزارتونو ولې خپله پرمختيايي بوديجه نه ده لګولې ښاغلی شمس يې لاملونه د کاري وړتياوو کمښت او امنيتي ستونزې بولي :

''دوی زیاتره د تدارکاتو او ظرفیتونو په برخه کې ستونزې لري، او په ځينو ولایتونو کې امنيتي ستونزې دي، او په ټاکل شوي وخت خپل کار سرته نه شي رسولی .''

په افغانستان کې د پرمختيايي پروژو کار د بهرنيو مرستندويانو په مرستو پر مخ ځي .

ډېر وخت ځينې دغه پروژې له دې امله ځنډېږي چې حکومت وايي مرستندويان ورته پيسې نه ورکوي.

خو په تېرو څو کلونو کې ځينې پروژې له دې امله يا ټکنۍ او يا بيخي په ټپه ولاړې دي چې ځينې وزارتونه په لاس کې شته پيسې نه شي لګولای.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .