'خصوصي روغتونونه دې تېر ایستونکي تبلیغات نه کوي'

خصوصي روغتون
Image caption دا مهال په افغانستان کې ۱۷۰خصوصي روغتونونه فعال دي چې زيات يې په کابل کې دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په دغه هېواد کې له خصوصي روغتونونو غوښتي چې د خپلو خدمتونو او روغتيايي وسايلو په اړه دې تېرايستونکي اعلانونه او تبليغات نه کوي .

ددغه وزارت چارواکي وايي د دوی ارزونې ښوولې چې د خصوصي روغتونونو خدمتونه له هغو اعلانونو او تبليغاتو سره سمونه نه لري چې په رسنيو کې يې خپروي.

وزارت وايي که کوم روغتون ددوی غوښتنې ته پام ونه کړي نو قانوني چلند به ورسره وکړي .

په افغانستان کې به داسې ډېر لږ ټلوېزیوني چيلونه وي چې هره شپه څو ځله د خصوصي روغتونونو اعلانونه نه خپروي .

د هر روغتون په دغو انځوريزو اعلانونو کې د لوړ کيفيت، عصري روغتيايي ماشينونواو بهرنيو ډاکټرانو د شتون خبرې کېږي او په دې توګه ځانته بازار پيدا کوي.

اوس دعامې روغتيا وزارت وايي د يوې ارزونې له مخې ورته معلومه شوې چې ددغو اعلانونو او تبليغاتو ډېره برخه ناسمه ده.

د وزارت وياند غلام سخي کاګر نور اوغلي وايي له همدې کبله يې روغتونونو ته خبر داری ورکړی چې دغه ډول تېر ايستونکي اعلانونه نور خپاره نه کړي :

''د عامې روغتیا پلټنې ښودلې چې کله کله له افغاني تلوېزیونونو څخه داسې تېرایستونکي اعلانونه خپرېږي چې په کې له کمپیوټري تصویرونو ګټه اخیستل شوې ده، او حقیقت نه لري او دا غیرقانوني کار دی . موږ له ټولو خصوصي روغتونونو غوښتي چې دا کار ونه کړي.''

ښاغلي کارګر نور اوغلي زياته کړه که له دې وروسته هر روغتون دغه ډول تېر ايستونکي اعلانونه خپاره کړل نو نغدي جريمه به شي .

دغه راز ده وويل که اړتيا پېښه شوه کېدای شي د سرغړونې له کبله ځينې روغتونونه وتړي .

دا مهال په افغانستان کې ۱۷۰خصوصي روغتونونه فعال دي چې زيات يې په کابل کې دي.

په دغو روغتونو کې د روغتيايي کتنو يا معايناتو د فېس لږه اندازه دوه نيم زره افغانۍ کېږي چې تر پېنځوس ډالره ډېرېږي .

ورته مطالب