'په راتلونکي کال کې افغان کډوالو ته ۱۴ مېنې جوړوو'

جماهیر انوري د انځور حقوق BBCpashto.com
Image caption ښاغلی انوری زیاتوي، سربیره پردې هڅه کوي چې راستنیدونکو افغانانو ته د کار د زمینې په برابرولو یو ځلې بیا د هغوی له کډوال کیدو څخه مخنیوی وکړی.

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر وایي په راتلونکې کال کې به د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د کډوالو لپاره ۱۴ښارګوټي ګتې اخیستنې ته چمتو کړي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر جماهیر انوری وایي: په دغو ښارګوټو کې به څه باندې سل زره راستنیدونکو ته د سرپنا زمینه برابره شي.

ښاغلی انوری زیاتوي، سربیره پردې هڅه کوي چې راستنیدونکو افغانانو ته د کار د زمینې په برابرولو یو ځلې بیا د هغوی له کډوال کیدو څخه مخنیوی وکړی.

په کابل کې زموږ همکار حامد حلیمي له ښاغلي انوري سره مرکه کړې او په پیل کې یې له نوموړي څخه په ټوله کې د افغان کډوالو د شمیر په اړه پوښتلي دي؟

ورته مطالب