کرزی: پي ار ټي دې وتړل شي

ښاغلی کرزی

افغان ولسمشر وویل حکومت یې هڅه کوي چې د ۲۰۱۴ کال سره سم ټولې چارې په خپله غاړه واخلي او ټول پرګرامونه افغاني شي .

افغان ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د بیارغونې د ولایتي ټیمونو يا (پي ار ټي) د تړلو غوښتنه وکړه .

ښاغلي کرزي د بيا رغاونې ولايتي ډلې د ځايي حکومت سره پر يوۀ وخت د يوۀ بل واک په توگه يادې کړې او ويې ويل دغه کار د هيواد ثبات او پرمختگ ته ښه نه دى .

حامد کرزي د واک د انتقال د یوې برخې په توګه د ټولو چارو د افغانيزه کولو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې په دې تړاوو یې د جرمني په مونیخ کنفرانس کې خپل دریځ څرګند کړى دی .

د پي ار ټي ټيمونه چې نړيوال سرتېري يې مشري کوي په نژدې ټول افغانستان کې شته چې په وړو بيا رغاوونکو پروژو کې بوخت دي .

افغان ولسمشر حامد کرزي د چارو د افغانیزه کولو د یوې برخې په توګه په خپلو وروستیو څرګندونو کې د بیارغونې د ولایتي ټیمونو (پي ار ټي) د تړلو خبره را مخې ته کړې ده .

ښاغلي کرزي پي ار ټي ټيمونه د خپلې ادارې ترڅنګ یوه بله داسې موازې قوه یاده کړه چې په خبره یې د حکومت نفوذ کمزوری کوي، او د پرمختګ او ثبات پر وړاندې يې د دۀ په وينا ستونزې زیږوي .

افغان ولسمشر پي ارټیانې د هغه نل جوړوونکي سره پرتله کړې چې نل جوړوي او بیا د دې پر ځای چې بېرته په خپل کار پسې ولاړ شي، د کور څښتن ته له نل نه د استفادې لارې چارې ورښيي .

ښاغلي کرزي وویل د پي ارټي او داسې نورو موازې ډلو د بندولو په اړه د مونیخ په کنفرانس کې هم دۀ خپل دریځ روښانه کړی دی :

''افغانستان د مونشن په کنفرانس کې د پي ار ټي، موازې ادارو،امنیتي شرکتونو او ټولو هغوو فعالیتونو او ادارو په اړه خپل لیدلوری روښانه کړ چې، د افغانستان د حکومت او حکومتوالۍ د پرمختګ مخه نیسي.

موږ له نړیوالې ټولنې نه وغوښتل چې په دې تړاوو په خپلو ژمنو وفا وکړي، د هغوو جوړښتونو چې د افغانستان د پیاوړتیا،او د حکومت او خلکو د مخامخو اړیکو ترمنځ خنډ کرځي ،په قاطع او جدي ډول یې لېرې کیدل غواړو. هیله مندیم چې نړیواله ټولنه په دغه برخه کې له موږ سره د افغانستان د لیدلوري له مخې معامله وکړي.''

حامد کرزي داسې کومه بیلګه وړاندې نه کړه چې پي ارټي چېرته او څه ډول د پرمختګ مخنیوی کوي او دا چې د ده د حکومت په وړاندې يې څه ډول خنډونه جوړکړي دي .

افغان ولسمشر وویل حکومت یې هڅه کوي چې د ۲۰۱۴ کال سره سم ټولې چارې په خپله غاړه واخلي او ټول پرګرامونه افغاني شي .

خو د نوموړي دا څرګندونې کور د ننه د یو شمېر حکومت مخالفو څېرو له تند غبرګون سره مخامخ شوي دي .

د 'تغییر او امید' په نامه د سیاسي ډلې مشر ډاکټر عبد الله عبدالله له یو شمېر سیمه يیزو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په داسې یوه حالت کې چې افغانستان په کار پوه او مسلکي کسان ډېر لږ لري، د پي ارټي ډلو شته والي ته ډېره اړتیا ده .

PRT   پي ار ټي

پر PRT د یو شمېر خلکو ستره نیوکه دا ده چې پېسې ډېرې لګوي خو د کار اغېز يې هومره جوت او شفاف نه دى .

پي ار ټي یا د بیا رغونې ولایتي ډله د ناټو په چوکاټ کې د رپوټونو له مخې دا مهال د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې مرکزونه او فعالیت لري .

افغانستان ته د ناټو ځواکونو له راتلو سره سم لاسي دغو ډلو هم دغلته خپل فعالیت پیل کړ، دوی تر ډېره د بیا رغونې، روغتیا، تعلیم او په داسې نورو ټولنیزو برخو کې له ځايي خلکو او ولایتي ادارو سره کار او مرسته کوي .

ناټو دغه ټیمونه د افغانانو د ژوند د ښه والي او له طالبانو نه د هغوی په جلا والي کې ډېر اغېزناک بولي .

تر دې دمه داسې کومه کره شمېره نه شته چې په تېرو څو کلونو کې پي ار ټيانو په افغانستان کې په کومو برخو کې څومره لګښت کړی .

خو له دې هرڅه سره سره پر PRT د یو شمېر خلکو ستره نیوکه دا ده چې پېسې ډېرې لګوي خو د کار اغېز يې هومره جوت او شفاف نه دى .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .