په جلال اباد کې د افغان کابينې غونډه روانه ده

ننګرهار
Image caption چارواکي وايي د جلال اباد غونډه به دوه ورځې دوام وکړي.

د افغان کابينې يو شمېر وزيران او د حکومت نور لوړ پوړي چارواکې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د يوې فوق العاده غونډې په ترڅ کې راټول شوي دي .

د افغانستان د ماليې وزارت وايي په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې به له نړيوالې ټولنې څخه افغان لوري د مسوليتونو د لېږد پر لارو چارو او د کابل کنفرانس د پرېکړو د پلي کولو په اړه خبرې اترې وشي.

دغونډې مشري ستر وزير هدايت امين ارسلا او د ماليې وزير عمر زاخېلوال کوي او افغان لوري ته د مسوليتونو د لېږد د چارو مشر او سمبالوونکی اشرف غني احمدزی هم برخه لري.

ښاغلي زاخېلوال وايي هيله لري چې د مسوليتونو د رالېږدولو په برخه کې به د جلال اباد غونډه دوی ته د برياليتوب لارې پرانيزي .

د افغانستان چمتووالی

ولسمشر حامد کرزي د فبروري پر شپږمه په د جرمني په مونښن کې نړيوال امنيتي کنفرانس ته خپله وينا کې ووبل په افغانستان کې به افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو بهير د راتلونکې لمريز کال(۱۳۹۰) د وري له لومړۍ نېټې پيل شي.

هغه ډاډ وښود چې د افغانستان امنيت د تېرو دوو دريو کلونو په پرتله ښه شوی او په وينا يې افغانستان غواړي نړيوالو ته وښيي چې د خپل هېواد امنيت ساتلی شي .

د تېرکال زېږدي کال په نومبر کې په لېزبون کې د ناټو په سرمشريزه کې پرېکړه وشوه چې د 2011 کال له نيمايي څخه دې افغان ځواکونو ته د خپل هېواد د امنيتي چارو د سپارلو بهير پيل او د ۲۰۱۴ تر پايه دې بشپړ شي.

ورپسې د افغانستان دفاع وزارت وويل ، ځواکونه يې د دې جوګه دي چې پر ټاکلي نېټه له بهرنيو ځواکونو د امنيتي چارو مسووليت پر غاړه په واخلي .

چارواکي وايي، د افغان پوځ د روزنې او تجهيز چاره روانه ده او تر هغه چې د چارو مسؤوليت ورسپارل کېږي، له دې اړخه به يې زياتې ستونزې هوارې وي .

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وایي، اوسمهال د افغان پوځ شمېر له ۱۵۰ زرو اوښتی او ترڅنګ يې ۲۰ زره نور هم په پوځي روزنو بوخت دي .

د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي، افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د مسؤوليت سپارل کېدو په صورت کې دغه ځواکونو د دې وړتيا لري چې په دغه هېواد کې په يوازې ځان هم امنيت خوندي کړي: (( ملي پوځ د دې وړتيا لري چې د واک د لېږد بهير په ټاکلې نېټه په برياليتوب سره پيل کړي، د ملی پوځ د پرمختيا بهير د هرې ورځې په تېرېدو، د څومره والي او څرنګوالي له اړخه وده مومي. د ملی دفاع وزارت مشرتابه او ستر درستيز د ملي پوځ د ښوونې او روزنې او همدارنګه د د تجهيز او سمبالښت موضوع ته ځانګړې پاملرنه درلوده او لري يې. ))