استخبارات وايي، د څرخي پله يوه زنداني ځانمرګي رهبري کول

لطف الله مشعل د انځور حقوق b
Image caption ښاغلی مشعل وايي د نيول شويو کسانو د اقرار په مرسته به وکولای شي، د هغوی نور ملګري هم ونيسي او د ترهګرو بريدونه مخه ونيسي.

د افغانستان ملي امنيت چې هر څو ورځې وروسته د ځينو ترهګرو ډلو او کړيو د نيولو خبر ورکوي د پنجشنبې پر ورځ يې بيا د دوو داسې ترهګرو ډلو د نيولو اعلان وکړ چې د دوی په وينا په افغانستان کې يې په يو شمېر بريدونه کې لاس درلود.

د استخباراتو وياند لطف الله مشعل وايي د نيول شويو ډلو څخه يوې يې د پلازمنې کابل په يوه سوداګريز مارکېټ فانيسټ کې شوی بريد هم پلان کړی و چې په پايله کې يې څو ولسي وګړي ووژل شول .

ښاغلي مشعل وايي دغې ډلې ته په فانيسټ سوداګريز مرکز کې د بريد لارښوونه له مېرانشاه څخه شوې وه او وايي فانيسټ يې ځکه په نښه کړ چې ورته ويل شوي ول دغلته فرانسوي سرتېري او د هغوی مشران دي .

ښاغلی مشعل وايي نيول شويو کسانو خپل ترهګريز کړه وړه منلي او وايي د دوی منښه به له استخباراتو سره مرسته وکړي چې نور ترهګر هم ونيسي: ((له شکه پرته د دغو کسانو نيول له موږ سره مرسته کوي چې د هغوی نور ملګري ونيسو. په دې ډول به وکولی شو چې د ترهګرو پېښو مخه ونيسو.))

ښاغلي مشعل وويل دويمې ډلې بيا نيت درلود چې په په افغانستان کې پر بهرنيو ځواکونو او ديپلوماتيکو تاسيساتو بريدونه وکړي.

مشعل وويل چې دغې ډلې دا دنده هم درلوده چې هېواد ته له بهره بريدګر راولي .

د بريدونو دا ځل تر ټولو مهم پرمختګ دا بلل کېږي چې ملي امنيت وايي د څرخي پله يو شمېر زندانيانو په کابل کې د ځانمرګو بريدونو پلانونه جوړول .

مشعل وويل په دې تړاو يې يو تن پېژندلی او بيا يې تر پلټنې پيل کړې دي.

ښاغلي مشعل په دې اړه د جزياتو په لړ کې وويل نيول شوی کس له دريو کلونو راهېسې په زندان کې و،او د پايوازانو په مرسته به يې په کابل کې ځانمرګو بريدګرو ته لارښوونه کوله .

هغه په دې اړه جزيات ور نه کړل چې دغه بندي څه ډول له زندانه دننه ځانمرګي رهبري کول .

ملي امنيت يو شمېر هم خبريالانو ته وښودل چې د زندانيانو جامې يې په تن کې وې او ظاهرا يې د خپلو فعالیتونو په اړه خبريالانو ته معلومات ورکړل . په دغې ډله کې تنکی ژڼی هم و چې ويل يې کورنۍ يې د درس لپاره پاکستان ته استولی و خو يو شمطر کسانو و هڅاوه چې ځانمرګی بريد وکړي.

دا لا روښانه نه ده چې دغو کسانو د فشار او زور له کبله اقرار کړی او که څنګه خو استخبارات وايي وايي نيول شويو کسانو د پاکستان له لشکر طيبه او د جلالدين حقاني له شبکې سره نېغ په نېغه اړيکي لرل.