په کابل کې د مرستیالو والیانو ازموینه واخیستل شوه

افغان والیان

افغان چاواکي وايي په راتلونکي پړاو کې به د دې بهیر له لارې ۲۰ مرستیال والیان او ۴۷ ولسوالان ټاکل کېږي .

د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د مرستیال واليانو د ټاکلو ازموينه واخیستل شوه .

په دغې ازموينه کې د يوې مېرمنې په ګډون ۵۳ کسانو ونډه درلوده چې ۱۴ تنه به د واليانو د مرستيالانو په توګه ټاکل کېږي .

په داسې حال کې چې تر دې وړاندې مرستيال واليان د ولسمشر کرزي له لوري ټاکل کېدل خو اوس د لومړي ځل لپاره دغه بهير بدل شوی دی .

له دې وروسته به د اداري اصلاحاتو کمېسيون د سيمه ييزو ارګانو دادارې په مرسته د مرستيالو واليانو پوستونو ته خلک د ازادو سياليو له لارې غوره کوي .

افغان چارواکي وايي په نوي سيسټم کې به په ولايتونو کې يو شمېر اصلاحات رامنځته شي .

دوی وايي تر دې وړاندې په اجرايوي او د معاون پر پوست دوو کسانو کار کاوه، خو اوس دغه دوه دندې سره يوځای شوې او يو کس به يې تر سره کوي چې واکونه يې هم ور ډېر شوي دي .

د اداري اصلاحاتو د کمېسيون مشر احمد مشاهد وايي اوس ددغو کسانو مسؤوليت ډېر شوی او يوه مهمه دنده يې د فساد پر ضد مبارزه ده :

''اوس د والي مرستیال د پخوا په څېر نه دی، چې د والي په نشتوالي کې به یې یوازې مکتوبونه لیکل او لاسلیکول، د والي مرستیال په ولایت کې د مدیريت او اجرايوي تګلارې او پالیسۍ د جوړولو مسؤولیت لري، مرستیال والي باید د پراختيايي پروګرامونو د ارزونې او په کې د بدلون واک ولري، هغه که روغتيايي پروژه وي، د کلیو د پراختيا یا کرنیز پروګرام وي، او هممهاله ورسره د خلکو د مدیریت وړتیا یې هومره وي چې زموږ په اوسنۍ ټولنه کې په مخ کې پرتې ستونزې په ښه توګه لیرې او ښه مقاومت وکړي.''

د هر بریالي کاندید پایله د اداري اصلاحاتو له خوا ولسمشرۍ ته لېږل کېږي او له هغه ځایه د مرستیال والي په توګه ګمال کېږي.

برنا کریمي

د نوې طرحې جوړوونکي، طرحه ډېره رڼه او له ستونزو پاکه بولي .

د سيمه ييزو ارګانونو اداره وايي چې ددغې طرحې په پلي کېدو سره به په ولايتونو کې د ظرفيتونو کچه لوړه شي .

د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې مرستيال برنا کريمي په دې اړه وايي :

''په دې بهیر کې نن ستاسې په مخ کې تحریري ازموینه اخیستل کېږي، بیا د اداري اصلاحاتو او د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې له خوا د نظارتي بنسټونو تر څارنې لاندې له هر یوه کاندید سره ځانګړې مرکه کېږي، د هر بریالي کاندید پایله د اداري اصلاحاتو له خوا ولسمشرۍ ته لېږل کېږي او له هغه ځایه د مرستیال والي په توګه ګمال کېږي. ''

د ښاغلي کريمي په وينا، وړاندې به مرستيال واليان د کار تر پیلولو وړاندې پخپله دنده کې د لاښه کار په موخه تر يوه لنډمهاله روزنیز پړاو تېرېدل .

خو ایا د دې ازموینې ګډونوال تر کومه بریده راضي ښکاري؟ ایا دوی دغه بهیر روڼ ارزوي ؟

احمد مشاهد

د اداري اصلاحاتو د کمېسيون مشر احمد مشاهد وايي اوس ددغو کسانو مسؤوليت ډېر شوی او يوه مهمه دنده يې د فساد پر ضد مبارزه ده

''په ټوله کې ازموينه ډېره ښه وه، دبېلګې په ډول پوښتنې ډېرې ښې وې ځکه د ازموينې تر وخته بيخې پرانستل شوې نه وې، او هلته هم د پلاوي پر وړاندې پرانيستل شوې او د ناوړه استفادې هېڅ فرصت نه و او يا دا چې فساد دې پکې وشي . بيخي روښانه او څرګند و. ''

یو بل ګډونوال وايي:

''دا زما دويم ه تجربه وه چې د اداري اصلاحاتو دکمېسيون له لوري يوه لوی بست ته مې ازموينه ورکړه . دا ځل د تر وار په پرتله حالت څو ځله ښه و.''

تر دې مخکې ۱۸ ولسوالان له دې لارې ټاکل شوي دي .

افغان چاواکي وايي په راتلونکي پړاو کې به د دې بهیر له لارې ۲۰ مرستیال والیان او ۴۷ ولسوالان ټاکل کېږي .

د چارواکو په وينا، دا مهال ۴۷ ولسوالۍ یا د مرستیالانو له خوا اداره کېږي او یا هېڅ مرستیال هم نه لري .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .