د ولسي جرګې د ریاست لپاره د ۴ پړاو ټاکنې هم بې پایلې شوې

ولسي جرګه

د جرګې يو شمېر غړي د سپينو او باطلو رايو له کارولو سره سره د ولسي جرګې د کورنۍ کړنلارې د اتمې مادې په پلوي ټينګار کوي او په هغې کې د بدلون راوستلو پر ضد دي .

د افغانستان ولسي جرګه د جرګې د مشرۍ لپاره نن (شنبه/ د فبرورۍ ۱۲مه) پر څلورم ځل نورې ټاکنې کوي .

د جرګې موجوده غړو د درو کسانو 'شکریه بارکزۍ، محمد عارف رحماني او داود کلکاني' لپاره د لومړي پړاو رایې واچولې .

په لومړي پړاو کې شکریه بارکزۍ او داود کلکاني دویم پړاو ته ووتل، خو هېڅ کوم یوه نوماند اړینې رایې ترلاسه نه کړې .

دویم پړاو

په دویم پړاو کې ۲۲۷ غړي حاضر، ۲۲ ناسوب او د ریاست د ترلاسه کولو لپاره اړینې رایې ۱۱۴ جمع یو ټاکل شوې دي .

سپينې رایې ۵۶ او ۲۶ رایې باطلې وختلې .

شکریه بارکزۍ :۵۳

داود کلکاني : ۹۱

د لومړي پړاو د کاندیدانو رایې:

شکریه بارزکزۍ : ۶۵، داود کلکاني : ۷۹، محمد عارف رحماني:۵۱

۸ رایې باطلې او ۲۱ سپینې وختلې .

'ځانګړې محکمه دې ړنګه شي'

د افغانستان ولسي جرګې په ننۍ غونډه کې د ټاکنو په تړاو جوړې شوې ځانګړې محکمې د ړنګېدو پرېکړه وکړه او له ولسمشر حامد کرزي یې وغوښتل چې د استازو د پریکړې ملاتړ وکړي.

ولسي جرګې په دې اړه د دریو مادو لرونکې یوه مصوبه هم تصویب کړه چې د جرګې د موقت مشر محمد سرور عثماني لخوا ولوستل شوه:

''د دغې محکمې جوړیدل د اساسي قانون او د ټاکنو د قانون خلاف دي او د ټاکنو د پایلو په تړاو یې هرډول پریکړه ناقانونه او رد ده. د ټاکنو د بهیر جرمي موارد له قانوني لارو چارو څخه د تعقیب وړ دي. او دریم دا چې د اساسي قانون د ۶۴ مادې پر بنسټ له ولسمشر نه غوښتل کیږي چې دغو سیاسي ناندریو ته د پای ټکی کېږدي او د دغې محکمې د ړنګولو په تړاو د استازو د پریکړې ملاتړ وکړي. . . مخالفه رایه نه شته د رایو په اتفاق مصوبه تصویب شوه.''

محمد سرور

محمد سرور عثماني: ''د دغې محکمې جوړیدل د اساسي قانون او د ټاکنو د قانون خلاف دي او د ټاکنو د پایلو په تړاو یې هرډول پریکړه ناقانونه او رد ده .''

پر همدې مهال د افغانستان د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو لپاره د دریو نوماندانو ترمنځ ټاکنې هم وشوې چې د رایي شمیرنې بهیر یې همدا اوس روان دی.

په ننۍ غونډه کې د جرګې ټول ټال ۲۲۴ غړي حاضر او ۲۵ غیرحاضر دي .

جرګې پرېکړه وکړه چې د جرګې د ریاست ګټلو لپاره ۱۱۳ جمعه یو رایې يې ټاکلې دي .

دا څووم ځل دی چې د ولسي جرګې مشرتابه ټاکنې بې پايلې دي .

د جرگې له پرانیستل کېدو نژدې ۲۰ ورځې تېرې شوې، خو تراوسه په دې نه دي توانېدلې چې ځانته مشر وټاکي ځکه چې د گڼو کانديدانو له ډلې يوهم د موجودو غړو څخه ۵۰ جمع يو رايه ترلاسه کړي .

د ننۍ غونډې لپاره له پنځو کسانو (د بلخ استازي فرهاد عظيمي، د پکتيا استازي ګل پاچا مجيدي، له غزني څخه محمدعارف رحماني او د هرات استازي محمدصالح سلجوقي، له کابله داود کلکاني او شکریې بارکزۍ) یوازې درې کسان (شکریه بارکزۍ، محمد عارف رحماني او داود کلکاني) د جرګې مشرۍ ته پاتې شول .

خو د شنبې ورځې د غونډې ګل پاچا مجيدي له خپلې کاندیداتورۍ تېر شو .

ولسي جرگې نوي غړي د سپتمبر د ناندريزو ټاکنو وروسته غوره شوي دي چې د ټاکنو کې د ادعا شوو درغليو په اړه پلټنې هم روانې دي .

د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو په لومړيو ټاکنو کې پخوانی جهادي مشر عبد رب الرسول سياف او محمد يونس قانوني په لږ توپير څنګ پر څنګ روان ول خو يوه هم شرط شوې ۵۰ جمعه يو پوره نه کړې .

د جرګې يو شمېر غړي د سپينو او باطلو رايو له کارولو سره سره د ولسي جرګې د کورنۍ کړنلارې د اتمې مادې په پلوي ټينګار کوي او په هغې کې د بدلون راوستلو پر ضد دي .

د جرګې د کورنۍ کړنلارې دغه ماده مطلق اکثريت ياني د حاضرو غړو پنځوس جمع يو رايې د جرګې د ګټونکي مشر لپاره شرط بولي .

يو شمېر کتونکي په دې اند دي چې که بيا هم د سپينو او باطلو رايو د کارولو غم ونه خوړل شي او يا هم د جرګې په داخلي کړنلاره کې بدلون را نه شي، ښايی دا ځل هم هېڅ کانديد مطلق اکثريت تر لاسه نه کړي .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .