د افغان قاضیانو لپاره ساتونکي ګمارل کېږي

امنيتي سرتېري

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د قاضیانو د ساتنې لپاره افغان ساتونکي د امریکا د سمندري ځواکونو له خوا روزل کېږي .

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د قاضيانو د امنيت ساتنې په موخه د پوليسو يوه ځانگړې قطعه گمارلې ده.

دا مهال په کابل کې د قاضيانو او ځينو محکمو د امنیت د ټينګښت لپاره سلګونه افغان پولیس ګمارل شوي دي .

د کورنیو چارو چارو وزارت وايي چې دا لړۍ به ډېر ژر ولایتونو ته هم وغځوي .

په لومړي غبرګون کې سترې محکمې د کورنیو چارو د وزارت دا پرېکړه ستایلې او وايي چې په دې سره به د قاضیانو ژوند خوندي او په ډاډه زړه کار وکړای شي .

د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا کار یې د سترې محکمې تر ټينګار وروسته کړی دی .

د افغانستان د سترې محکمې د شمېرو له مخې، په تېرو درو وروستیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې نژدې ۲۰ قاضیان وژل شوي، لس قاضیان ټپیان شوي او ګڼ نور په مرګ ګواښل شوي دي .

د کورنیو چارو وزارت د ترهګرۍ پرضد د مبارزې د برخې رییس عبدالغفار سید زاده وايي په لومړي ګام کې به د قاضیانو د امنیت ساتنې ته تر ۷۰۰ ډېر سرتېري وګمارل شي، چې په پلازمېنه کابل کې د قاضیانو امنیت وساتي او دا لړۍ به بیا وروسته ولایتونو ته هم وغځول شي.

ښاغلي سید زاده دا هم وویل هوډ لري چې په لومړي پړاو کې د ترهګرۍ پرضد مبارزې د محکمو (د کابل استیناف او اختصاصي محکمو) د قاضیانو ساتنې ته پولیس وګماري .

د افغانستان د سترې محکمې یوه غړي راشد راشدي بي بي سي ته وویل، د قاضیانو د ساتنې چاره د قاضیانو د ډاډه کار کولو سبب کېږي .

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د قاضیانو د ساتنې لپاره افغان ساتونکي د امریکا د سمندري ځواکونو له خوا روزل کېږي .

د دغه وزارت چارواکو ویلي، دغو ساتونکو او همدارنګه سترې محکمې ته به د مرمۍ ضد ګاډي ورکړي .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .