غضنفر: 'د ښځو پالن ځایونه پخپل لاس کې اخلو'

حسن بانو غضنفر

مېرمن غضنفر پر نړیوالې ټولنې د مالي فساد له کبله تور ولګاوه او وايي افغان حکومت به ددغو مرکزونو واک په لاس کې واخلي .

افغان حکومت غواړي د ښځو د پالن ځایونو واک ترلاسه کړي چې تر ډېره د نړیوالو خیریه ټولنو له خوا چلول کېږي .

د افغانستان د ښځو چارو وزیرې پر نړیوالې ټولنې د فساد تور لګولی، او وايي چې پیسې یې پر ځای نه لګول کېږي .

په افغانستان کې د ځورول شویو مېرمنو لپاره ۱۱ پالن ځایونه دوی ته ډېر لږ لږ پناه ورکوي.

په دغه هېواد کې چې کورنی تاوتریخوالی په پراخېدو دی، زیاتره پالن ځایونه یې د بهرنیانو په مالي مرسته جوړیږي او د افغانستان په محافظه کاره ټولنه کې ورته د شک په سترګه کتل کېږي .

ځینې افغان سیاستوالو پر دغو ښځو د مخدره موادو د ځالې او بدلمنۍ ادعاوې کړي .

د افغانستان د ښځو چارو وزیره حسن بانو غضنفر وايي پدې اړوند یې کوم شواهد نه دي لیدلي خو زیاتوي چې میلیونونه ډالره یوازې په یو لږ شمېر ښځو لګول شوي دي :

''د بې سرپرسته ښځو د ساتنې د یوه مرکز یا د امن د یوه کور عمومي بودیجه یو میلیون ډالره ده چې د ښځو وزارت هم همدومره بودیجه لري. او یو لړ سرغړونې هم ترسترګو کیږی چې په بیا بیا ویلو اصلاح شوې نه دي. ځینې زموږ هر اړخیزې څارنې او ارزونې ته غاړه نه ږدي او یا هم هغې ته پام نه کوي . ځینې له اړونده مقررې سره سم چلند نه کوي. د دې لپاره چې وکولی شو له دغو ښځو نه ښه دفاع وکړو، غواړو کنټرول یې ترلاسه کړو . دا زموږ شخصي غوښتنه نه ده، دولتي اسنادو موږ ته دا واک راکړی دی .''

مېرمن غضنفر پر نړیوالې ټولنې د مالي فساد له کبله تور ولګاوه او وايي افغان حکومت به ددغو مرکزونو واک په لاس کې واخلي .

ښځې

په افغانستان کې د ځورول شویو مېرمنو لپاره ۱۱ پالن ځایونه دوی ته ډېر لږ لږ پناه ورکوي.

په همدې وخت کې د بشري حقونو ټولنې وايي دغه پالن ځایونه له ډېرو کلونو راهیسې په خپلواکه او کامیابه ډول چلول کېږي .

دوی د افغان پولیسو له خوا له خطر سره د مخامخ مېرمنو د امنیتي چارو د اخیستو په اړه اندېښنه ښولې ځکه چې پولیس ښه نوم نه لري .

ډېری افغانان پولیسو ته په فساد د ککړو کسانو په سترګه ګوري چې له تاوتریخوالي ډک چلند کوي .

خو افغان حکومت غواړي چې د چارو د ښه کېدو په موخه مرستې د دوی له لارې ولګول شي .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .