امریکا د افغانستان او پاکستان لپاره مارک ګروسمن خپل استازی ټاکلی

ښاغلی ګروسمن

مارک ګروسمن یو متقاعد ډیپلمات دی چې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې یې شاوخوا دری لسیزې دنده ترسره کړې ده .

بي بي سي ته داسې معلومات په ګوتو ورغلي چې د ولسمشر اوباما ادارې مارک ګروسمن د افغانستان او پاکستان لپاره د خپل نوي ځانګړې استازي په توګه ټاکلی دی .

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي ریچرډ هولبروک له مړینې شاوخوا دوه میاشتې وروسته، د ولسمشر اوباما اداره په پام کې لري سیمې ته خپل نوی ځانګړی استازی ونوموي .

بي بي سي ته په ګوتو ورغلي معلومات ښي چې یادې دندې ته ګڼ کاندیدان په پام کې نیول شوي وو، خو یوه امریکایي چارواکي بی بی سي ته ویلي، ښایي مارک ګروسمن د سيمې لپاره د امریکا د ځانګړې استازي په توګه وټاکل شي .

مارک ګروسمن متقاعد ډیپلمات دی او نژدې درې لسیزې یې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې دنده ترسره کړې ده .

نوموړي په ترکیه کې د امریکا د سفیر او د اروپا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د مرستیال په توګه هم کار کړی .

امريکا له افغانستان سره اوږدمهاله ژمنې لري، چې ښه بېلګه يې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو ځای پرځای کېدل او هلې ځلې دي. خو امريکا دامهال په افغانستان کې د دايمي پوځي اډو د جوړولو هېڅ هوډ نه لري .

فرانک روژیرو

مارک ګروسمن د کوسووا په جګړه کې د امریکا له نېغې ښکېلتیا سره مرسته کړې او د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته یې د ترهګری پر ضد امریکایي جګړې لپاره نړیوال ډیپلماتیک ملاتړ راټول کړ .

ښایي نوموړی د خپل ماموریت پر مهال په سیمه کې له سختو ننګونو سره مخامخ وي؛ ځکه تمه کېږي چې په روان کال کې د امریکایي پوځیانو لومړنۍ جوپه له افغانستانه ووځي او بل لوری د هېواد سیاسي مشران له وسله والو طالبانو سره یوه جوړ جاړي ته د رسېدو په هڅو بوخت دي. او نوموړی به ښایي اړ وې چې د سیمې له هېوادونو سره اړیکي د تیر په څیر پیاوړې وساتي .

پخواني استازي ریچرډ هولبروک سره له دې چې د یوه پیاوړي ډیپلمات په توګه ېې شهرت درلود بیا یې هم له سپینې ماڼۍ سره له خپله لورې ټیتې هسکې تجربه کړې وې .

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن تمه لري چې د روانې اوونۍ په وروستیو کې د ښاغلي ګروسمن ټاکل کېدل په رسمي توګه اعلان کړي .

افغان حکومت په دې اړه څه ویل له وخته وړاندې بولي او د خپل دریځ په ډاګه کول یې تر هغې مهاله ځنډولي دي .

فرانک روژيرو

فرانک روژیرو: ''د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکي د ښه کېدا په حالت کې دي. کله چې زه په اسلام اباد کې وم، د افغانستان د سولې د عالي شورا چارواکي هم په اسلام اباد کې پر خبرو بوخت ول. امريکا د سولې له هغه بهیر سره، چې په سر کې یې افغانان وي، ملاتړ کوي.''

وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي موقت ځایناستي فرانک روژيرو سیمې ته د خپل لومړني سفر پرمهال ويلي وو امریکا له افغانستان سره د اوږدمهاله مرستو پر ژمنې ولاړه ده؛ خو وويل چې امريکا دا مهال هوډ نه لري چې په افغانستان کې دايمي اډې جوړې کړي :

''امريکا له افغانستان سره اوږدمهاله ژمنې لري، چې ښه بېلګه يې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو ځای پرځای کېدل او هلې ځلې دي. خو امريکا دامهال په افغانستان کې د دايمي پوځي اډو د جوړولو هېڅ هوډ نه لري .''

د ښاغلي روژيرو تر څرګندونو وړاندې د امريکا يوه وتلي سناتور لينزي ګرېهام له خپل حکومته په افغانستان کې د دايمي پوځي اډو د جوړولو غوښتنه کړې وه .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .