د پوهنې وزارت: ښوونکو ته اوږدمهالي پورونه برابروو

د پوهنې وزارت
Image caption د پوهنې وزارت وايي، د اوږدمهالو پورونه ورکړه به وکولای شي، چې د افغان ښوونکو ژوند ښه کړي.

افغان چارواکي ښوونکو ته د اوږدمهاله پورونو ورکړه د هغوی د ژوندانه د ښه کولو لپاره يو بل ګټور ګام بولي.

چارواکي وايي، دغه پورونه به هغو ښوونکو ته ورکول کېږي چې تر دې وړاندې يې د پوهنې وزارت لخوا د کورونو د جوړولو لپاره ځمکې ترلاسه کړې وي.

اوسمهال د پوهنې وزارت په اډانه کې څه باندې يو سل او اويازره ښوونکي په دندو بوخت دي.

چارواکي وايي، شاوخوا څلوېښت زرو ته يې د کورونو جوړولو لپاره ځمکې ورکړې دي.

د پوهنې وزارت وياند عبدالصبور غفراني وايي، هڅه يې دا ده چې دغه پورونه له بانکي سود پرته ښوونکو ته ورکړل شي.

ښاغلی غفراني زياتوي، تراوسه يې د افغانستان په شاوخوا 24 ولايتونو کې 80 زره جريبه ځمکه د ښارګوټو په ډول پر ښوونکو وېشلې او په راتلونکې کې به د دې لړۍ لمن پاتې ولايتونو ته هم وغځوي.

اوسمهال يو افغان ښوونکی له شاخوا شپږو زرو افغانيو نيولې، تر څه باندې لسو زرو افغانيو پورې، مياشتنی معاش اخلي چې لوړ هغه يې څه باندې دوسوه امريکايي ډالره کېږي.

ګڼ شمېر افغان ښوونکي د کور نه درلودل د خپل ژوند يوه ستره ستونزه بولي او وايي تنخوا يې هغومره نه ده چې هم د کور کرايه شي او هم د خپلې کورنۍ خرڅ او خوراک ورباندې برابر کړي.

دوی وايي، دا ستونزې ځينې ښوونکي دې ته اړ باسي چې نيمه ورځ په ښوونځي کې وي او پاتې ورځ بل کار ته مخه کړي، چې په دې ډول د روزنې او ښوونې په بهير باندې ناوړه اغېزه کېږي.

چارواکي تمه لري چې د پوهنې په وزارت کې د رتبو او معاشونو د قانون پلي کېدل، ښوونکو ته د کورونو د جوړولو لپاره د ځمکو ورکول او ترڅنګ يې هغوی ته د اوږدمهال پورونو ورکول به، د ښوونکو ژوند او د ښوونې بهير ښه کړي.