د جلال اباد په بريد کې شاوخوا څلوېښت تنه وژل شوي دي

کابل بانک

د ختيز ولايت ننګرهار په مرکز جلال اباد کې چارواکي وايي په يوه خصوصي بانک د طالبانو په بريد کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له جلال اباده وروستي راپورونه وايي چې په بريد کې شاوخوا څلوېښت تنه وژل شوي او لسګونه تنه نور ټپيان دي.

ويل کېږي په وژل شوي او ټپيانو دواړو کې ولسي وګړي زيات دي .

په جلال اباد کې ځينو سرچينو د بي بي سي خبريال ته ويلي چې د ننګرهار امنيتي قوماندان عليشاه پکتياوال هم په پېښه کې ټپي شوی خو له درملنې وروسته له روغتونه وتلی دی .

دغه راز د هغه مرستيال اميرخان لېوال او د قوماندانۍ د جنايي څانګې مشر هم ټپيان شوي دي چې باګرام ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.

حکومت وايي په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

طالبانو تېره ورځ د بريد مسوليت منلی او ويلي يې دي د کابل بانک دغه څانګه يې ځکه په نښه کړه چې دولتي مامورينو پکې معاشونه اخيستل .

دوی ويل و، درې ځانمرګي يې بانک ته ننه ايستلي او درې واړو په ځانونو پسې تړلي توکي چوولي ول .