کينيا په لسو وېکټو او کاناډا په ۲۱۰ منډو ماتې وخوړه

د کرکټ نړيوال جام د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کينيا ټيم که څه هم د ډېرو منډو په نيت ميدان ته راووت، خو دغه هيله يې پوره نشوه او د ټولو لوبغاړو په سر يې يوازې ۶۸ منډې جوړې کړې.

د ۲۰۱۱ کال د کرېکټ د نړيوال جام پر دوېمه ورځ ( يکشنبې د فبروري ۲۰ مه) دوه په زړه پورې لوبې وشوې چې د لومړۍ ورځې پر خلاف دغه لوبې اسانه او ژر ژر ختمې شوې.

لومړۍ لوبه د الف ګروپ د ټيمونو ، نوي زيلاند او کينيا ترمنځ د هند په چینای ښار کې وشوه ، چې په لوړ توپير د نوي زيلاند ټيم وګټله.

د لوبې په پيل کې پچه د کينيا کپتن جيمي کامانډ وګټله او د منډو جوړولو پرېکړه يې وکړه.

د کينيا ټيم که څه هم د ډېرو منډو په نيت ميدان ته راووت، خو دغه هيله يې پوره نشوه او په شپږم اور کې يې چې يوازې ۱۴ منډې يې لرلې يوه ويکټه له لاسه ورکړه.

له دې وېکټې وروسته که څه هم کينيايي لوبغاړو تر ۱۱ اووره مقاومت وکړ، خو په ۱۱ اوور کې ددوی دوېمه وېکټه هم په داسې حال کې ولوېده، چې يوازې ۴۰ منډې يې لرلې.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کېنيا د ټولو پنځوسو اوورنو يوازې ۲۴ ولوبول

له ۱۱ اووره تر پنځلسم هغه کينيا يوازې ۹ منډې وکړې خو درې نور کسان يې هم اوټ شول او په دې توګه يې د لوبې په څه کم درېمه برخه کې سمه نيمه لوبډله له لاسه ورکړه .

د کينيا دې پرلپسې ماتو د لوبې تر پايه دوام درلود او په داسې حال کې چې د ټولو پنځوسو اورونو يوازې ۲۴ يې لوبولي و، ټوله لوبډله يې اوټ شوه او نوي زيلاند ته يې د ۶۹ منډو هدف وټاکه.

ياد هدف د ۲۰۱۱ کال د کرېکټ د نړيوالو لوبو لومړی او د کرېکټ د نړيوالو لوبو د تاريخ پنځم ټيټ هدف و. د کينيا له لوري يوه لوبغاړي هم له ۱۶ ډېرې منډې ونشوای کړای، خو په مقابل کې يې د نوي زيلاند بالران ډېر ښه وځلېدل. په دوی کې همېش بينيت څلور او ژاکوپ اورام او ټيم سوټي هم درې درې کينيايي لوبغاړي اوټ کړل.

د نوي زيلاند لوبډله له بالېنګ وروسته په منډه جوړولو کې هم ښه وه. ددې لوبډلې يوازې د پيل دوو لوبغاړو وکړای شوای د کينيا لخوا ورکړل شوی هدف پوره کړي او په دې توګه د ۲۰۱۱ کال د کرېکټ د نړيوال جام لومړۍ لوبډله شي چې په ۱۰ ويکټو خپل سيال ماتوي.

دا اتم ځل دی چې يوه لوبډله په نړيوالو لوبو کې خپل سيال ټيم ته په ۱۰ ويکټو ماتې ورکوي. وړاندې تردې ويسټ انډيز (غرب الهند) او سويلي افريقا دوه دوه ځلې او سريلانکا، نوي زيلاند، هند او استراليا يو يو ځلې خپل سيال ټيمونه په لسو ويکټو مات کړي و.

د ۲۰۱۱ کال د کرېکټ د نړيوالو لوبوبله سيالۍ د يکشنبې پر ورځ (د فبروري ۲۰ مه) په سريلانکا کې د کوربه هيواد او کاناډا ترمنځ وشوه.

په پيل کې پچه د سريلانکا لوبډلې وګټله او خپله يې منډې جوړولو ته ملاوتړله. سريلانکايي لوبغاړو ښه پيل درلود او په لومړيو دوولسو اورونو کې يې پر داسې مهال خپله لومړۍ ويکټه له لاسه ورکړه، چې ۶۳ منډې کړې وې.

ددوی دوېمه وېکټه د شلم اوور په پيل کې له ۸۸ منډو سره ولوېده، خو درېمې هغې يې تر ۴۲ اووره دوام وکړ. که څه هم کاناډايي بالرانو په وروستيو اتو اورونو کې وکړای شوای د مخالف ټيم څلور لوبغاړي وسوځوي، خو په دې ونه توانېدل چې د هغوی د ډېرو منډو مخه ونيسي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سريلانکا د اوو لوبغاړو د سوځېدو په سر ۳۲۲ منډې وکړې چې دا کاناډا ته يو سخت هدف وو.

سريلانکا په داسې حال کې پنځوس اوره پوره کړل چې اووه لوبغاړي يې سوځېدلي و او ۳۳۲ منډې يې لرلې.

د سريلانکا منډې له هنده وروسته، چې د بنګله دېش په وړاندې يې ۳۷۵ ته ورسولې د روان جام تر ټولو ډېرې او په عين حال کې سختې منډې وې. د سريلانکا لخوا جيواردنې سليزه يا سنچري ووهله او سنګاکارا هم ۹۲ منډې وکړې.

ددوی په مقابل کې د کاناډا لخوا بيډوان او ډېوېسون وکړای شوای دوه دوه لوبغاړي اوټ کړي او رضوان چيما هم يو سريلانکايی بېټسمن له مخې لرې کړ.

کاناډايي لوبغاړي په داسې حال کې بېټنګ ته راووتل چې په وړاندې يې خورا ډېرې منډې پرتې وې. دوی بايد له ۳۳۲ منډو يوه يا هم ډېرې اړولې وای، چې لوبه وګټي، خو داسې ونشول.

د کاناډا لخوا له پيله په دوېم، درېم او څلورم اوور کې په داسې حال کې درې لوبغاړي اوټ شول چې يوازې ۱۲ منډې يې لرلې. د سريلانکا بالېنګ ډېر پياوړی و او کاناډا يوازې وکړای شوای چې تر ۳۸ اووره ولوبېږي او يوازې ۱۲۲ منډې جوړې کړي.

د سريلانکا لخوا کولېسکارا او پېرېرا درې درې او مورليتاران هم دوه کاناډايي لوبغاړي اوټ کړل.

سريلانکا کاناډا ته په ۲۱۰ منډو او دريو وېکټو ماتې ورکړه او له نوي زيلاند وروسته يې د روان جام د دوېمې تر ټولو سترې بريا وياړ خپل کړ.

د ۲۰۱۱ کال د کرېکټ د نړيوالو لوبو څلورمه سيالۍ د دوشنبې پر ورځ د هند د ګجرات په احمداباد کې د استراليا او زمبابوې ترمنځ کېدونکې ده.