استراليا زمبابوې ته په ۹۱ منډو ماتې ورکړه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption استراليايي لوبغاړو هڅه کوله چې د زمبابوې د بالرانو په وړاندې خپلې وېکټې وساتي او د لوبې په پای کې يې ولوبوي.

د ۲۰۱۱ کال د کرېکټ د نړيوالو لوبو په دريمه ورځ استراليا زمبابوې ته په ۹۱ منډو ماتې ورکړه. لوبه د فبروري په ۲۱مه د هند د ګوجرات ايالت د احمداباد ښار په سردار پاټېل لوبغالي کې وشوه.د سيالۍ په سرکې پچه د استراليا کپتان ريکي پانټېنګ وګټله او خپله يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

که څه هم د لوبې په لومړي پړاو کې چې بالېنګ سيالې لوبډلې کاوه، استراليايي لوبغاړو په ښه زړه لوبه ونکړه او تر ډېر فشار لاندې و، خو بيا هم په دې وتوانېده، چې زمبابوې ته نسبتا لوړ هدف وټاکي. دغه فشار په لومړيو اورونو کې لا ډېر و.

استراليايي لوبغاړو هڅه کوله چې د زمبابوې د بالرانو په وړاندې خپلې وېکټې وساتي او د لوبې په پای کې يې ولوبوي.

د استراليا لومړۍ وېکټه په ۱۹ اوور کې په داسې حال کې ولوېده چې منډې يې ايله ۶۱ وې، خو دوېمه وېکټه يې له ۱۴۰ منډو سره په ۳۲ اوور کې له لاسه ورکړه.

د استراليا په لوبډله کې شېن واټسون تر ټولو ډېر وځلېد او ۷۹ منډې يې وکړې. د هغه ترڅنګ ميخايل کلېرک هم ۵۸ نا سوځېدلې منډې درلودې.

د انځور حقوق Getty
Image caption استراليا د ټولو ۵۰ اورونو په لوبولو سره ۲۶۲ منډې وکړې او زمبابوې ته يې ۲۶۳ منډې هدف وټاکه.

د زمبابوې لخوا تېز بالر کرېس موفا ښه لوبه وکړه او دوه تنه يې اوټ کړل، خو د هغه دريو نورو ملګرو وکړای شوای يوازې يو يو بېټسمن له ميدانه وباسي.

استراليا د ټولو ۵۰ اورونو په لوبولو سره ۲۶۲ منډې وکړې او زمبابوې ته يې ۲۶۳ منډې هدف وټاکه.

له استراليا سره د زمبابوې د بالرانو لوبه بده نه وه، خو منډه جوړوونکو يې ونکړای شوای د سيالې لوبډلې د تېزو توپونو مخه ونيسي.

زمبابوې په شپږم اوور کې په داسې حال کې چې ايله ۲۲ منډې يې درلودې خپل يوتن له لاسه ورکړ او همداسې يې د وېکټو لوېدل تر ۴۷ اوره روان و.

که څه هم په پای کې ځينو زمبابويايي لوبغاړو د لوبې د قابو کولو هڅې وکړې، خو يوازې په دې وتوانېدل چې ۱۷۱ منډې وکړي او لوبه د ۹۱ منډو په توپير استراليا ته پرېږدي.

د زمبابوې لخوا هېڅ لوبغاړي هم له ۳۷ ډېرې منډې ونکړې او ځينې يې آن لا په صفر کې اوټ شول.

په دې لوبه کې د استراليا لخوا ميچل جانسن ډېر ښه بالېنګ وکړ او د ۱۹ منډو په ورکولو يې څلور لوبغاړي اوټ کړل. شان ټايټ او جاسون کرېزا هم دوه دوه تنه وسوځول، خو د دوی دوو نورو ملګرو يو يو تن اوټ کړ.

د ۲۰۱۱ کال نړيوال جام بله لوبه به نن سه شنبه د هند په ناګپور ښار کې د انګلستان او هالنډ ترمنځ وشي.

ورته مطالب