د وسلوالو ٣٠ کسيزه ډله له حکومت سره يو ځاى شوه

Image caption ښاغلي تورجان وویل د طالبانو مشرتابه په دې ورځو کې له هغه څخه غوښتي و، چې د اروزګان ولايت د نظامي مسوول په توګه دنده تر سره کړي.

د دغې ۳۰ کسیزې ډلې مشر حاجی تورجان نومیږي چې په ارغنداب ولسوالۍ کې يې فعاليت درلود او په دې وروستيو کې د وسلوالو طالبانو له خوا د پنجوايي ولسوالۍ د نظامي مسوول په توګه ټاکل شوى و.

د کندهار والي د سولې د عالي شورا د هڅو پر بنسټ د لومړي ځل لپاره د حاجي تور جان په نوم د طالبانو قوماندان او له حکومت سره د هغه د دیرش کسیزې ډلی یوځای کیدل یو نیک ګام وباله .

توريالي ويسا وويل حکومت به له يو ځاى شويو سره هر ډول مرسته وکړي چې هغوی خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.

د سولې او پخلاينې له پروسې سره يو ځای شوي طالب قومندان حاجی تورجان وویل د طالبانو مشرتابه په دې ورځو کې له هغه څخه غوښتي و، چې د اروزګان ولايت د نظامي مسوول په توګه دنده تر سره کړي.

دی وايي خو د طالبانو دا غوښتنه يې ونه منله او غوره یی دا وبلله چی له حکومت سره یوځای شي.

ښاغلي تورجان وویل: (( په جګړه کې یوازی د بهرنیوهیوادونو کټه نغښتی ده او زیان یې ټول افغانانو ته اوړی . دا بهرنيان دي چې موږ افغانان په يوه او بل نوم په خپلو منځونو کې سره جنګوي او وژني. ))

دکندهار د ولايتي شورا مشر احمد ولي کرزي هم ورته نظر درلود . ده وويل : (( په روانه جګړه کې د افغان او پښتانه په نوم د هيڅ چا ګټه نشته، ټوله ګټه يې پرديو هیوادونو ته رسیږي. ))

ښاغلي احمد ولي د سولې له بهير سره له يو ځاى شويو کسانو سره نغدي مرسته وکړه او دوی ته يې د هر ډول مرستو ډاډ ورکړ.

د کندهار لوړ پوړو امنيتي چارواکو وویل هغوى به د يو ځاى شويو د امنيت په ساتلو کی هر دول هلې ځلې وکړي او هغوی ته به دعادی ژوند کولو زمینه برابره کړي.

دغه دېرش کسیزه ډله پر داسی مهال په کندهار کې چارواکو ته خپلی وسلې سپاري ، چې په دې ولايت کې لا د سولې د عالي شورا تشکيل نه دى اعلان شوی.

ورته مطالب