د هرات صوفیان

تاریخي لیکنې تصوف یو داسې علم بولي چې له پېړیو راپدېخوا موجود وو، خو دا چې پخپله تصوف څه شی دی، بېلابېل نظرونه شته. ځینې کسان اسلامي تصوف په سمه توګه د شریعت پلي کولو ته وایي، خو یو شمېر مخالفین یې بیا ناروا ګڼي .

دا چې دغه دواړې ډلې د خپلو ادعاوو لپاره څه دلایل لري، تصوفي کړۍ کومې دي او څنګه رامنځته شوي، دغه سلسلې په افغانستان کې څه حالت لري، دوی د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه څه نظر لري، هغه پوښتنې دي چې فریبا ظاهر یې په اړه د تصوفي پروګرامونو یوه لړۍ جوړه کړې چې لومړنۍ خپرونه یې تر ډېره د تصوف تعریف او په افغانستان کې د هغې تاریخي ریښې ته ځانګړې کړې ده .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .