ستاسې غږ : د کار موندنې او بې کارۍ د کمولو لارې چارې

د اټکل تر مخه په افغانستان کې درې نيم ميلونه وگړي چې د کاري ځواک ٣٥ سلنه جوړوي کارونه نه لر ي.

د هر کال په تيريدو سره په لس گونه زره نور هم پرې ور زياتيږي ، ځکه له يوې خوا هر کال په لس گونه زره له دولتي او شخصي پوهنتونو نه فارغيږي او همدا راز هر کالې په لس گونو زره کډوال له گاونډيو هېوادونو پاکستان او ايران نه خپل هېواد ته راستنيږي.

پنځه کاله وړاندې په يوه سروې کې د کار نړيوال سازمان په افغانستان کې د بي روزگارو شميره ٣٠ سلنه ښوولې وه . چې له هغه وخت نه دغه نړيوال سازمان د افغانستان د کار او ټوله نيزه چارووزارت سره په ملتيا خلکو ته د روزگار د موندلو او ورته د اړينې روزنې لړۍ پيل کړيده.

د دې اونۍ (٢٤ فبروري ٢٠١١) ستاسو غږ پروگرام کې د کار او د کار د مارکيت د څرنگوالي او په دولتي او خصوصي سکتور کې د کار د استخدام د سيستم د ارزولو ترڅنگ غواړو دا پوښتنه راپورته کړو چې د تاسو له انده د کار د ايجاد او د بي روزگارۍ د راکمولو لپاره څه کول پکار دي؟

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې را ليږلي بريښناليکونه

عنايت الله ، اروزگان مركز ترينكوت

دايو عمده مشكل دى او اكثره افغانان لدې مشكل نه سر ټكوي زما په نظر اول حکومت بايد كوشش وكړي چې امنيت راولي ، امنيت د کار په وړاندي يو غت مشكل دى

دوهم حکومت باید کمپنۍ جوړی کړي

عبدالرزاق سمون، کابل

که چېرې ته وغواړې چې یوه معمولې دنده د ځان لپاره پیدا کړې نو هرو مرو لومړی باید ته په هغه اداره کې د واسطې په فکر شي ځکه دلته هغه څوک ژر د کارمندلو چانس تر لاسه کوي چې په هغه اداره کې د یوه چا سره نېژدې پیژندګلوی ولري. زما په اند باید په افغانستان کې د کارمندلو لپاره لاندې معیارونه په پام کې ونیول شي. ١ مرستې د نړيوالې مافيا او ارگ پورې د تړلو کړيو له لاسه وويستل شي ٢ اداري فساد بايد عملا له منځه يوړل شي نه چې په خوله وويل شي يا د کاغذ په مخ پاتې شي ٣ ټول گټو پروژو ته خاصه پاملرنه وشي ٤ او کاري ظرفيتونه بايد پورته يوړل شي

رحيم الله رحيمي،لوی كندهار

زما په نظر دولت بايد داسې كار وكري چي له مخي يي ټول بي رزگار خلک پركار سي ، ځينې داسي ادارې سته چې پوستونه يي خالي دي او ددي لپاره بايد دولتدغه نوي ځوانان پر كار واچوې چي اوس يې ډيرى كارونه نه لري

عطاالله نيکزاد ،کندهار

زما نظر دادی تر هغه وخته پورې چې اداری فساد وي ،کار اهل کار ته نه وي سپارل شوى ،او مقرريدل په واسطه وي نو د کار د موندلو ستونزې به همدا سې پر ځاى پا تې وي

ډاکټر عبيد ، بوداپست

دى ليکي د بي کارۍ د له منځه وړلو لپاره دغه لاندې ټکي په پام کې نېول پکار دي

١ د فني افرادو روزل ٢ د لويو شرکتونو جوړول ٣ د کارگرو د حقونو لپاره کار گرى اتحاديو رامنتځ ته کول ٤ د ادارې فساد ورکول

احمد خېر خواه، پاکستان

دى ليکي پرته له شک نه بي کاري د افغانستان يوه ستره ستونزه ده وايي د له منځه وړلو لپاره بايد دغه ټکې په پام کې ونيول شي

١ امنيت بايد ښه شي ٢ ظرفيتونه بايد وروزل شي ٣ حکو مت بايد د بهر نيو کمپنيو اود هغو د پانگې د کارونۍ لپاره شراېط وضع کړي ٤ د کار په ورکړه کې د بهر نيانو پر ځاى بايد لومړيتوب افغانانو ته ورکړل شي ٥ کار بايد د لياقت او اهليت پر بنسټ وي نه د رابطې او واسطې په اساس

د کار نړيوال سازمان

په خپل يوه اوږده برښنا ليک کې زموږ د انتخاب چې ستاسو غږ په پروگرام کې مو د کار مسله غوره کړې ستاينه کړي او دا يې يوه ډيره ښه موضوع گڼلې ده دوې وايي چي موږ افغان حکو مت سره په دريو برخو کې فعاليت لري

١ د مولدو يا توليدي کارونو تشويقوقو ٢ د کار د نړيوالو قوانينو تشويق ٣ د کار فرما او د گر د قوي سازمانونو رامنځ ته کول

ورته مطالب