په ګوانتانامو کې د طالب بندیانو د خلاصون هڅې

د سولې عالي شوری سمبول د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د دغه ګام موخه د کوانتانامو له زندان نه د افغانانو په ځانګړې توګه د څو طالب مشرانو ازادول دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي ډېر ژر به له امريکايي چارواکو سره د ګوانتانامو زندان ته د دغې شورا له لوري د يوه پلاوي د استولو موضوع راپورته کړي.د دغه ګام موخه د کوانتانامو له زندان نه د افغانانو په ځانګړې توګه د څو طالب مشرانو ازادول دي.

د سولې عالي شورا وايي ګوانتانامو ته د پلاوي استولو تصميم له هغه وروسته ونيول شو چې په دغه زندان کې د يوه مدافع وکيل بريښنا ليک يې تر لاسه کړ چې په هغه کې یې له دوی د مرستې غوښتنه کړې ده.

کتونکي له ګوانتانامو نه د طالب مشرانو ازادېدل د سولې او پخلاينې په برخه کې يو مثبت ګام بولي ، چې کولی شي د سولې بهير چټک کړي.

د سولې د عالي شورا د چارواکو په وینا دا لومړی ځل دی چې په ګوانتانامو کې زنداني يو شمېر طالب مشران له افغان حکومت نه د مرستې غوښتنه کوي او ليوالتیا ښيي چې په افغانستان کې د اوسني کړکېچ د اوارولو لپاره کار کوي.

په افغانستان کې د سولې د عالي شورا غړی او د سياسي بنديانو د کمېټې مشر ارسلا رحماني وايي دغه کمېټه هڅه کوي يو پلاوی ګوانتانامو ته واستوي چې دغلته له افغان زندانيانو سره وګوري.

ښاغلی رحماني وايي دغه پلاوی به د دغو زندانيانو د خلاصون په اړه هم ممکنه لارې چارې ولټوي.

ښاغلی رحماني وايي په ګوانتانامو کې د بندي ملا خیر الله خيرخواه مدافع وکيل د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر ته يو ايمېل يا برېښنا ليک استولی او په هغه کې د ملا خیر الله خيرخواه له قوله ليکلي چې ، دی وړاندې له دې چې ګوانتانامو ته ولېږدول شي ولسمشر حامد کرزي ته يې د مرستې ټټر وهلی وو او اوس هم دېته ليواله دی چې د سولې او ملي یووالي لپاره په پيل شويو هڅو کې برخه واخلي.

دمګړۍ شاوخوا شل تنه افغانان د ګوانتانامو په زندان کې بندیان دي. سياسي شنونکی محمد حسن حقيار چې په طالبانو پورې اړوند مسايل له نژدې څاري وايي .

د دغو زندانيانو يو شمېر يې اوس هم د طالبانو په ليکو کې محبوبيت او نفوذ لري.

پوښتنه اوس دا ده چې ايا د دغو زندانیانو ازادېدل کولی شي د سولې په بهير کې رغوونکی رول ولوبوي؟ ليکوال او ژورنالست زبير شفیقي په دې باور دی چې د دغو بندیانو د ازادېدو هڅې د سولې د بهير د پرمختګ په برخه کې رغنده رول لوبولی شي ، ځکه د طالبانو له مهمو غوښتنو يوه يې دا ده چې په ګوانتانامو کې زنداني ملګري يې را خوشې شي.

کتونکي په دې اند دي چې دا به له وسله والو طالبانو سره د پيل شويو هڅو په برخه کې تر يوه بريده مرسته وکړي.

ورته مطالب