ايساف: پېچ دره نه پرېږدو بلکې ځايونه بدلوو

ناټو
Image caption ناټو وايي، دوی له پېچ درې څخه وځي نه، بلکې د يوه پوځي تاکتيک له مخې ځايونه بدلوي.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو له تېرې يوې اونۍ راهېسې د کونړ د پېچ له درې څخه د خپلو سرتېرو په ايستلو پيل کړی دی .

نړيوال ځواکونه وايي دوی سرتېري باسي نه، بلکې د يوه پوځي تاکتيک له مخې يې له يوې سيمې څخه بلې ته لېږدوي .

دوی وايي له پېچ درې څخه ددغو سرتېرو لېږدول په ټول ختيز کې د ځواکونو د فعالولو او متحرک کولو د لړۍ يوه برخه ده.

دغلته د ايساف ځواکونو د قومندانۍ د عامه اړيکو مسول پټريک سيبر بي بي سي ته په خبرو کې وويل ، ددغه کار هدف خلکو ته د ښه امنيت برابرول، د اورپکو د بريدونو مخنيوی او د هغوی د پټنځايونو پيدا کول او په نښه کول دي: ((پېچ دره د دغو سېمو له ډلې يو ده،په تېرو څو مياشتو کې موږ توانېدلي يو، چې خپل ځواکونه په دغې ټوله سيمه کې يوې او بلې خوا ته ولېږدوو او د اورپکو پټنځايونه پيدا او په نښه کړو.

د ځواکونو د خوځښت په موخه موږ د سرتېرو وړوکي ډلګۍ د پېچ درې له يوې سېمې څخه بلې ته لېږدوو،خو موږ د پېچ دره نه تشوو.))

ښاغلي سيبر وويل،په دغو سيمو کې پخپله د افغان ځواکونو د مېشتولو په تړاوو خبرې اترې پيل شوې او امکان لري چې په يو شمېر برخو کې افغان ځواکونه ځای پرځای شي.

د کونړ والي فضل الله واحدي، له دې سره سره چې د ځواکونو د لېږد رالېږد د پيل شوي بهير خبره مني خو ټېنګار کوي چې بهرنيانو تر اوسه له دغې درې څخه وتل نه دي پيل کړي: (( هر چا چې دا راپور ورکړی غلط دی،دوی په جريان کې دي، چې (بهرنيان) وځي خو لا تراوسه يې وتل پيل کړي نه دي.

دا نو يو نظامي تاکتيک دی، چې خپل ځايونه بدلوي رابدلوي. ښايي بل ځای اغېزناک وي،دا ټول نظامي مسايل دي.))

کونړ د هېواد په ختيز کې پروت له مهمو ولايتونو څخه شمېرل کېږي او په عين وخت کې ترې وخت نا وخت د نا امنۍ خبرونه هم ورکول کېږي.

د سيمه ايزو چارواکو په خبره، له پاکستان سره د دغه ولايت اوږده پوله او ګڼ ځنګلونه ، په کونړ کې اورپکو ته د بريدونو فرصتونه برابروي.

د کونړ له پېچ درې څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو خبره داسې مهال کېږي چې په پام کې ده په نژدې راتلونکي کې ولسمشر حامد کرزی افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د لېږد اعلان شوی بهير عملا پيل کړي .