د افغانستان د هوايي ځواکونو له مشر سره ځانګړې مرکه

حامد حليمي له جنرال محمد دوران سره د مرکې پرمهال

ښاغلی دوران وايي د هوايي ځواکونو لپاره دوی لومړی بنسټونو او اډو ته اړتیا لري .

د افغانستان د هوایي ځواکونو مشر جنرال محمد دوران وایي که څه هم په دې وروستیو کې دغو ځواکونو ته پام ډېر شوی، خو زیاتوي اوس هم ښایي کلونو ته اړتیا وي چې دغه ځواکونه په خپلو پښو ودرېږي.

د نوموړي په وینا اوسمهال د افغانستان هوایي ځواکونه یوازې لوژستیکي چارې پرمخ بیایي او ډېر لږ په پوځي عملیاتو کې برخه اخلي.

د دې ترڅنګ وایي، د افغانستان د فضا کنټرول هم د بهرنیو ځواکونو په لاس کې دی او افغان ځواکونه په دې برخه کې لازم امکانات په لاس کې نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د راتلونکي لمریزکال له پیل سره سم افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د مسؤولیت سپارلو بهیر پیل شي.

په کابل کې زموږ همکار حامد حلیمي له ښاغلي دوران سره مرکه کړې او په پیل کې یې له نوموړي پوښتلي چې اوسمهال د افغانستان هوایي ځواکونه څومره پرسونل او الوتکې په واک لري ؟

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .