د موسيقۍ مینه وال د شرقي او غربي موسيقۍ ګډوله غږوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
Image caption افغانستان کې چې جګړو او بې وزلۍ په کې عادي ژوند ګډوډ کړی ډېر لږ وخت وي چې خلک دې څو شيبې په خوښيو کې تېرې کړي.

که څه هم د افغانستان دوديزه ټولنه له موسيقۍ سره چندانې جوړه نه ده ، خو اوسني سياسي چاپېریال د دې زمينه برابره کړې چې نه يوازې هلکانو ، بلکې په وروستيو کلونو کې ډېرو نجونو هم د سندرو ويلو او د موسیقۍ د الاتو زده کولو ته مخه کړې ده.

حکومت هم د موسيقۍ د ودې او پرمختګ نه د ملاتړ لپاره د خپلو هڅو په لړ کې د موسيقۍ ښوونځۍ بيا رغولی دی . دغه ښووونځي ته د حرفوي موسيقۍ د زده کړې لپاره په لسګونو زلمیان او پېغلې ورځي.

عبدالله ستانکزي په دې اړه دا راپور چمتو کړی چې د موسيقۍ په غږ پيلېږي.

ورته مطالب