کندهار: د ارغنداب په دودیزه مېله کې چاودنو ۸ کسان ووژل

کندهار
Image caption په کندهار کې د هرې یکشنبې په ورځ د سپکو جنګولو دودیزه مېله کېږي .

د کندهار ځايي چارواکي وايي په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوې دودیزې مېلې په منځ کې دوو چاودنو لږترلږه اته ولسي وګړي وژلي او دوه پوليس يې ټپیان کړي دي .

چاودنې د ارغنداب ولسوالۍ د 'ګل کلاچه' سیمې په یوه سرکاري باغ کې شوې دي .

د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد بي بي سي ته وویل، چاودنه د دودیزه مېلې په منځ کې چې ګڼ خلک ورته راغلي ول، وشوه، چې لږترلږه اته ولسي وګړي په کې ووژل شول او دوه پوليس ټپیان شول .

که څه هم چارواکي وايي چې دا یوه دودیزه مېله وه، خو عيني شاهدانو او ولسي خلکو ویلي چې دا د سپو د جنګولو مېله وه .

په کندهار کې د هرې یکشنبې په ورځ د سپو د جنګولو دودیزه مېله کېږي .

بل خوا د کندهار د والي ویاند زلمي ايوبي هم دا چاودنې بي بي سي ته تاييد کړې او وویل چې د کندهار ښار په میرویس مېنه کې د سړک غاړې ماین هم چاودلی دی، خو د تلفاتو په اړه یې مالومات نه لري .

د میرویس روغتون ډاکټرانو ویلي چې د ارغنداب له پېښې وروسته دوی ته یو ټپي ماشوم وروړل شوی دی .

خو يوه عيني شاهد بي بي سي ته وویل، تر چاودنې وروسته یې د دوو امریکاييانو مړي ولیدل، چې ګاډو ته یې پورته کول .

Image caption طالبانو په کندهار کې پر بهرنیو ځواکونو د برید پړه منلې او د شپږو بهرنیو سرتېرو د وژل کېدا ادعا یې کړې ده .

د میرویس مېنې د چاودنې پړه وسله والو طالبانو منلې ده .

ددې ډلې یوه ویاند قاري یوسف احمدي بي بي سي ته له یوه نامالوم ځایه وویل، چې برید د موټربم په مټ شوی، چې په وینا یې په کې شپږ بهرني پوځيان وژل شوي، خو کومې رسمي سرچینې تر دې مهاله دا ادعا نه ده منلې .

عيني شاهدانو ویلي په چاودنه کې دوه بهرنیان ووژل شول او درې نور ټپیان شول .

میرویس مېنه د کندهار ښار په لوېديځ کې د کندهار-هرات پر لویه لاره پرته سیمه ده .

کندهار د افغانستان په سوېل کې نارامه ولایت دی، چې تل ترې د جنګ جګړو او بریدونو خبرونه ورکول کېږي .

ورته مطالب