په افغانستان کې څلور بهرني سرتېري وژل شوي

بهرني سرتېري
Image caption د یادولو وړ ده چې په روان ۲۰۱۱ کال کې ۶۳ بهرني سرتېري وژل شوي، چې ۳۷ په کې امریکایان، ۹ برتانویان او ۱۷ نور يې د نورو هېوادونو دي .

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو ویلي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې څلور سرتېري وژل شوي دي .

ایساف د څو خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، دوه سرتېري یې نن (دوشنبه، د فبرورۍ ۲۸مه) د افغانستان په سوېل کې وژل شوي دي .

ایتلافي ځواکونه وايي چې د هېواد په ختيځ کې یې هم دوه سرتېري وژل شوي .

ایتلافي ځواکونو د وژل شویو سرتېرو هویت او د وژل کېدا دقیق ځای او د پېښې څرنګوالی نه دی ښودلی .

د یادولو وړ ده چې په روان ۲۰۱۱ کال کې ۶۳ بهرني سرتېري وژل شوي، چې ۳۷ په کې امریکایان، ۹ برتانویان او ۱۷ نور يې د نورو هېوادونو دي .

خو تېر کال په افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰ سرتېري وژل شوي ول .

ټاکل شوې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د روان کال په جولای میاشت کې پیل شي، او د ۲۰۱۴ کال تر پایه به د افغانستان امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي .

د فبرورۍ پر ۲۰مه د استرالیا ددفاعي ځاوکونو مشر مارشال انګس هوسټن ویلي ول، چې له ۲۰۰۱ راپدېخوا يې په افغانستان کې ۲۳ سرتېري وژل شوي دي .

ورته مطالب