پيټرېیاس د ملکي تلفاتو د مخنيوي لارښوونه وکړه

ښاغلی پيټرېیاس
Image caption له ښاغلي پيټرېیاس نه وپوښتل شول چې د ناټو له بیا- بیا ژمنو سره سره ستونزه دوام لري او دا هغه څه دي چې په یوه نه یوه ډول د ناټو ایساف اعتبار ته تاوان اړوي.

په افغانستان کې د ناټو ایساف ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس وایي خپلو قوماندانانو ته یې له سره تر ممکنه بریده د ملکي تلفاتو د مخنیوي لارښوونه کړې .

دغه امریکایي جنرال له بي بي سي سره په یوه ځانکړې مرکه کې د افغانستان د خلکو خوندیتوب د خپلو ځواکونو اساسي دنده بللې او وایي د تیر پر تله د عملیاتو پر مهال د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په کچه کې د پام وړ کمی راغلی، خو دا مني چې لا هم کله- ناکله د دوی د ځواکونو په دفاعي عملیاتو کې ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي.

له ښاغلي پيټرېیاس سره په کابل کې د بي بي سي د دفتر د مشر داود اعظمي د همدغې مرکې پر بنسټ د خپلواک ساپي رپوټ ته ستاسو پام را اړوو.

په افغانستان کې د ناټو – ایساف ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پېټرېیاس دغه څرګندونې تر ډېره د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې شاوخوا لس ورځې وړاندې د ناټو په هوایي بمبارۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د لسګونه ملکي وګړو د وژل کیدو پیښې ته غبرګون وو .

ښاغلي پیټرېیاس وویل ده د یوه لارښود یا دایریکتف په ترڅ کې له خپلو قوماندانانو په کلکه غوښتي چې تر وسه وسه د ملکي تلفاتو مخنیوي ته پام وکړي.

په ټوله کې د ښاغلي پيټرېیاس انګیرنه داوه چې د تېر پر تله دا مهال د ناټو ایساف په عملیاتو کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په کچه کې د پام وړ کمې راغلی او برعکس یې ادعا دا وه چې ګواکې ۷۰ سلنه ملکي وګړي د طالبانو په بریدونو کې وژل کېږي .

له ښاغلي پيټرېیاس نه وپوښتل شول چې د ناټو له بیا- بیا ژمنو سره سره ستونزه دوام لري او دا هغه څه دي چې په یوه نه یوه ډول د ناټو ایساف اعتبار ته تاوان اړوي.

ځواب یې دا وو چې د ملکي تلفاتو پېښې تر ډېره د سرتېرو له لورې د ځان د دفاع لپاره د ځوابیه بریدونو پر مهال پېښېږي او د دې دلیل یې د مخالفانو له لورې د استوګنې له سیمو بر سرتېرو بریدونه وبلل :

''بېلګه یز حالات هماغه د بالفعل جګړې حالات دي چې ایساف او افغان سرتېري په کې د ځان د دفاع لپاره ورسره شته وسلې کاروي او کله کله دې ته اړوزي چې د هوایي ملاتړ په ګډون له ورڅېرمه ځواکونو هم مرسته وغواړي. البته په دغو ځوابیه بریدونو کې اورپکو ته د درانه تاوان تر څنګه کله ناکله ملکي خلکو ته هم د سر تاوان اوړي، خو زموږ هڅه دا دا ده چې هم په ښه توګه له خپلو سرتېرو دفاع وکړو او هم تر وسه وسه د ملکي تلفاتو مخه ونیسو.''

ښاغلي پيټرېیاس په ټوله کې د ملکي تلفاتو پېښې په افغانستان کې د ناټو د روان ماموریت پر وړاندې خورا حساسه موضوع او دا راز د دغو ځواکونو د قوماندان په توګه د خپل ځان په وړاندې د پام او اندېښنې وړ خبره وبلله:

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ښاغلي پيټرېیاس په ټوله کې د ملکي تلفاتو پېښې په افغانستان کې د ناټو د روان ماموریت پر وړاندې خورا حساسه موضوع او دا راز د دغو ځواکونو د قوماندان په توګه د خپل ځان په وړاندې د پام او اندېښنې وړ خبره وبلله .

''روانو حالاتو او روان ماموریت ته په کتو هر پوځي قوماندان د ملکي تلفاتو موضوع خورا جدي خبره بولي. په ځانګړې توګه زه هم دغه موضوع خورا جدي بولم . دلیل یې همدا دی چې موږ ته په سپارل شوي ماموریت کې یوه ډېره مهمه خبره د افغانانو د ژوند خوندیتوب دی، نه دا چې موږ په خپلو عملیاتو کې هغوی خوږ کړو .''

د ناټو – ایساف په عملیاتو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله له تېرو څو کالو راهیسې د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت ترمنځ پر یوې لوی ناندرې اووښتې .

په همدې لړ کې د کونړ همدغې وروستۍ پېښې یو ځل بیا ولسمشر حامد کرزی په تونده ژبه د خپلې هغې غوښتنې تکرار ته اړویست چې وایي د ترهګرۍ خلاف جګړه دې د افغانستان د کلیو او بانډو پر ځای د ترهګرو د روزلو او سمبالولو پر اصلي مرکزونو راټوله شي .

ورته مطالب