ننګرهار: پاکستان پر 'ګوشتې' بمباري کړې ده

پاکستانۍ جيټ الوتکې
Image caption په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال وايي، ښايي د ورځې په اوږدو کې د پاکستان له لوري د دې پېښې په اړه غبرګون وښودل شي .

د افغانستان سرحدي ځواکونه وايي چې د ننګرهار پر 'ګوشتې' سیمه د پاکستان له لوري بمباري شوې چې له امله یې لسګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي .

دا په يوه میاشت کې دویم ځل دی چې افغان ځواکونه پر دغه سیمه د پاکستان له لوري د برید خبر ورکوي .

اسلام اباد لا تر اوسه د افغان لوري د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو د تېرې میاشتې ادعا یې رد کړې وه .

د کامې اوسېدونکي وايي چې د پاکستان له لوري د دغې سیمې پر ګوشتې سیمې بمباري شوې ده .

د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو قومندان جنرال امین الله امرخېل په سیمه کې د بي بي سي خبریال ته وویل، چې پاکستان د ستراتيژيکو غونډيو د لاندې کولو تکل لري .

دغه راز سیمه ییز خلک وايي چې له دې ځایه شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ وتلې دي .

پاکستان تر دې مهاله د دې پېښې په اړه تر اوسه هېڅ غبرګون نه دی ښودل شوی .

په دغه سیمه کې په تېره فبرورۍ میاشت کې افغان ځواکونو ویلي ول چې د پاکستان د هوايي او ځمکنیو ځواکونو له لوري پر افغان پوله ډزې شوې وې .

هغه مهال د پاکستان پوځ او په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ دغه ادعاوې رد کړې وې .

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال وايي، ښايي د ورځې په اوږدو کې د پاکستان له لوري د دې پېښې په اړه غبرګون وښودل شي .

د بي بي سي خبريال زیاتوي، دا پېښې په دې وروستیو کې ځکه ډېرې شوې چې د پاکستان د ادعا له مخې د شمالي وزیرستان پر پوله د افغان ځواکونو له خوا پر پاکستان ورته ډزې شوې وې .

Image caption تېره میاشت هم په ننګرهار کې امنيتي چارواکو پر دې سیمه د پاکستاني پوځيانو له لوري د برید خبر ورکړی و .

پاکستان ادعا کوي چې په هېواد کې یې د اورپکو د ځپلو لپاره خپل عملیات چټک کړي دي .

خو افغانستان وايي چې پاکستان کې لاهم د ترهګرو پټنځايونه او روزنځايونه او پاکستان نه غواړي چې افغانستان ته د اورپکو د راوښتو مخه ونیسي .

پر دې ټولو سربېره دا مهال د افغان دولت له مخالفانو سره د سولې او پخلاینې د خبرو بهیر روان دی، چې په دې لړ کې د سولې د عالي شورا ځينې مشران پاکستان او ترکیې ته هم تللي او ټاکل شوې ده چې د سولې عالي شورا رییس به سعودي عربستان ته هم ولاړ شي .

ورته مطالب