د تصوف بېلابېلې طریقې - دویمه برخه

چشتیه
Image caption د چشتیه طریقې بېلابېلې ځانګړنې دي چې له نورو طریقو یې بېلوي او هغه دا چې دوی په خپلو حلقو کې د ذکر پر وخت موسیقي هم غږوي .

یو شمېر پلټونکي باور لري چې تصوف په پنځمه او شپږمه هجري پیړیو کې د یو شمیر متصوفینو له لوري په څو بیلا بیلو طریقو او تګلارو ووېشل شو .

د تصوف په اړه د خپرونو د لړۍ پدغه یوه کې پر دې خبري کوو چې ولې اسلامي تصوف پر څو برخو او یا لارو وویشل شو . او د دوی ترمنځ څه توپیرونه شته .

له لویه سره باور دا دی چې د تصوف د ښاخونو شمېر په لسګونو دی .

ورته مطالب