م.م له لېبیا د خلکو پر کوچېدو اندېښنه وښوده

بان کي مون د انځور حقوق AP
Image caption د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي د لېبیا او تونس ترمنځ په پوله کې روان حالت یو بشري بحران دی .

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون وايي د زرګونو هغو کسانو ژوند په خطر کې دی چې هڅه کوي د لېبیا له روان کړکېچ څخه وتښتي .

دغه راز د لېبیا د دویم لوی ښار 'بنغازي' قباییلي خلک په هغه ښار کې سره راټول شوي وو او د ولسمشر معمرالقذافي هغه ادعا یې رد کړه چې وايي د لېبیا خلک له ده سره مینه لري، او هغه کسان چې د ده مخالفت کوي ټول نشه یان دي .

خو په بنغازي کې د لاریون کوونکو ترمنځ د معمرالقذافي د راپرځولو لپاره د بهرنۍ مداخلې په اړه د نظر یووالی نه و موجود .

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي د لېبیا او تونس ترمنځ په پوله کې روان حالت یو بشري بحران دی .

د تونس او لېبیا ترمنځ په پوله کې ګڼ شمېر خلک په لېبیا کې له روان کړکېچه د تېښتې په حال کې دي .

یو تن مصري چې خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو شېبې یې شمارلې، د مصر له حکومت شکایت وکړ چې په لېبیا کې ایسار پاتې خپلو خلکو ته پام نه کوي .

د امریکا یو لوړپوړي جنرال جيمز ماتیز ویلي د لېبیا پر هوايي حریم د الوتنو بندیز اعلان کړی او وايي له دې لارې غواړي چې د لېبیا هوايي ځواک له کاره وغورځوي .

په همدې حال کې فرانسې ویلي د لېبیا پر ضد هر راز پوځي اقدام باید د ملګرو ملتونو د روښانه حکم له مخې وشي .

بل خوا اروپايي ټولنې د لېبیا د مشر معمرالقذافي د کورنیو په پنځو غړو یې او قذافي ته نژدې پر ۲۰ نورو کسانو یو لړ بندیزونه لګولي دي .

تر دغو بندیزونو وروسته په ټوله اروپا کې د لېبیا پر مشر او د هغه د شاوخوا کسانو پر ضد یو لړ نور خوځښتونه هو رامنځ ته شوي دي .

د معمر القذافي پر رژیم اقتصادي کړۍ ورتنګېږي .

د اتریش مرکزي بانک ویلي د لېبیا یو نیم میلیارډ ډالرو په ارزښت امانت به کنګل کړي .

د اتریش د بهرنیو چارو وزیر وویل چارواکو ته یې ویلي چې وګوري دغه امانت په مستعارو نومونو اېښودل شوي که څنګه؟ خو زیاته یې کړه چې له دوی سره پخپله د معمرالقذافي ټوله شتمني به کنګل کړي .

په برتانیا کې هم د فایننشل ټایمز ورځپاڼې د لیبیایانو ونډې کنګل کړي دي .

د قذافي حکومت د دغې ورځپاڼې د ۴۰۷ میلیونو ډالرو کې درې سلنه ونډه لري، دغه راز د بریتانیا حکومت هم هغه پلان شنډ کړ چې د لېبیا مشر غوښتل د انګلستان په شمال ختیځ کې د یو نیم میلیارډ ډالرو په ارزښت بانک نوټونه له دغه هېواد وباسي .

د انځور حقوق REUTERS
Image caption داسې ښکاري چې لوېدیځ هېوادونو له دې لارې غواړي د لېبیا حکومت وننګوي، ځکه داسې اټکل کېږي چې د قذافي کورنۍ په هېواد کې د ننه او بهر له ۳۰ تر ۱۰۰ میلیاردو ډالرو پانګه لري .

جرمني هم په برلین کې د معمر القذافي په حساب درې میلیونه ډالره کنګل کړي دي .

په ټوله اروپا کې دغه حرکت په داسې وخت کې رامنځ ته کیږي چې پخپله معمر القذافي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل دی له پیسو کرکه لري:

''زه یوه خېمه لرم، زما پیسې نه خوښیږي، زه دوی ننګوم چې رادې شي او وګوري که دوی د لېبیا د ننه او یا بهر کې کوم بانکي حساب پیدا کړ.''

داسې ښکاري چې لوېدیځ هېوادونو له دې لارې غواړي د لېبیا حکومت وننګوي، ځکه داسې اټکل کېږي چې د قذافي کورنۍ په هېواد کې د ننه او بهر له ۳۰ تر ۱۰۰ میلیاردو ډالرو پانګه لري .

ورته مطالب