ستاسې غږ: د افغانستان د نوې ولسي جرګې لومړيتوبونه

ولسي جرګه

د ولسي جرگې جوړښت او د هغې د غړو ترمنځ شته وو توپيرونو او درزونو ته په کتو، تاسو څومره شونې بولئ چې خپلې دندې او لومړيتونه ترسره کړاى شي ؟

د افغانستان ولسي جرګې له يو مياشتني جنجال او اته ځله ټاکنو وروسته د تېرې يکشنبې په ورځ د کندوز ولايت وکيل عبدالروف ابراهيمي د جرګې د مشر په توګه وټاکه .

د لومړي مرستيال پرته، د ولسي جرگې دويم مرستيال او منشيان هم وټاکل شول .

د جرگې د ادارې پلاوي د ټاکل کېدو د لانجمن بهير له قابو بشپړېدو وروسته، اوس دا پوښتنه رامخې ته کېږي چې د ولسي جرگې مشرتابه او جرگه به د کومو دندو ترسره کولو ته لومړيتوب ورکړي .

ولسي جرگه داسې مهال خپل کار پيلوي چې، د حکومت يو شمير وزيرانو ته بايد د باور رايه ورکړل شي، له بهرنيانو څخه بايد سږکال امنيتي مسووليتونه افغان ځواکونو ته وليږدول شي، له وسله والو مخالفانو سره د سولې د خبرو اترو بهير ګړندۍ شي، د راتلونکې لمریز کال لپاره د حکومت بودیجه تصويب شي او ترڅنګ یې په دغه هیواد کې د فساد په وړاندې مبارزې ته هم نوې ساه ورکړل شي.

تاسو په دې برخه کې له ولسي جرگې کومې تمې اوهيلې لري؟

د ولسي جرگې جوړښت او د هغې د غړو ترمنځ شته وو توپيرونو او درزونو ته په کتو، تاسو څومره شونې بولئ چې خپلې دندې او لومړيتونه ترسره کړاى شي ؟

که غواړﺉ چې پر همدې موضوع زموږ په پروگرام کې خپل نظر او يا پوښتنه مطرح کړي، نو د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شميره موږ ته ټيلې فون وکړﺉ.

٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١
دا رنگه په دې پته برېښناليک هم راستولى شئ:

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .