د تماس ډلې د افغانستان د شخړې پر سياسي حل ټينګار وکړ

اسلامي کنفرانس
Image caption اسلامي کنفرانس د افغانستان د هغه وړانديز ملاتړ کړی، چې د افغانستان د شخړې د هواري په موخه دې دغه کنفرانس په کابل کې د نړۍ د ديني عالمانو يو کنفرانس جوړ کړي.

د سعودي عربستان په جده ښار کې د اسلامی کنفرانس د سازمان په کوربه توب د افغانستان په اړه د تماس د نړيوالې ډلې دغې يوې ورځنۍ غونډې ته د نړي د شاوخوا ۵۰ هېوادونو او سازمانونو د لوړې کچې استازی بلل شوي ول.

د غونډې د سر خبره همدا وه چې د افغانستان لانجه په جګړه نشي اوارېدای او د حل لپاره يې د سياسي جوړجاړي د يو پراخ پروګرام د مخې ته کولو اړتيا ده.

په سعودي عربستان کې د افغانستان ديپلوماتيکو سر چينو بي بي سي ته وويل د غونډې د برخه والو بحثونه تر ډېره په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستو کې د اسلامي کنفرانس د ونډې د ډېرېدو پر لارو چارو را ټول وو.

په همدې اړه غونډې ته د افغانستان د بهرنيو چارو د وزيرډاکټر زلمي رسول او د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدين ربانی وړانديز دا وو، چې اسلامی کنفرانس دی په خپل نوښت د افغانستان د لانجې د اوارولو لپاره کابل ته د اسلامی نړۍ د ديني عالمانو يو لوی کنفرانس ور وبولي .

په جده کې د افغانستان کونسل خليل الرحمن حناني وايي د غونډې ټولو برخه والو او په همدې لړ کې د اسلامي کنفرانس د سازمان مشر د افغانستان ددغه وړانديز ملاتړ وکړ او ژمنه يې دا وه چې اسلامي کنفرانس به د تېر په پرتله په خورا فعال ډول د افغانستان د لانجې په سوله يز حل کې ونډه اخلي: (( د اسلامي کنفرانس د استازو او دا ډول د جدې غونډې ته د نورو هېوادونو او سازمانونو د ورغلو استازو سلا دا وه چې اسلامي کنفرانس بايد د افغانستان د لانجې په اوارولو کې خورا فعال رول ولوبوي.

د اسلامي کنفرانس د سازمان مشر دغه هدف د رسېدو لپاره د يوې کوټلې تګلارې د مخې ته کولو ژمنه وکړه او په همدې ترڅ کې يې په کابل کې د اسلامي نړۍ د مخورو ديني عالمانو د کنفرانس د جوړېدو د وړانديز کلک ملاتړ وکړ.))

له لويه سره په جده کې د افغانستان په اړه د تماس د نړيوالې ډلې د جوړ شوی کنفرانس اصلي پيغام دا وو، چې د افغانستان روانې لانجې ټوله سيمه او ان نړۍ له امنيتي ننګونو سره مخامخ کړې او څومره چې دغه لانجه اوږدېږي له کبله يې د ترهګرۍ له اړخه سيمې او نړۍ ته متوجه ننګونې هم زياتېږي.

په غونډه کې د ترهګرۍ تر څنګ د نشه يي توکو کاروبار، بېوزلي او وزګارتيا هم په افغانستان کې د جګړې او بی ثباتۍ د دوام لاملونه وبلل شول او د دې د مقابلې لپاره له افغانستان سره د اقتصادي مرستو پر زياتوالي ټينګار وشو.

ورته مطالب