''له ماشومانو سره باید تاوتریخوالی بند شي''

افغان ماشومان

له نا امنۍ سربیره د ماشومانو قاچاق، جنسي تېري، شاقه کارونه او په زور ودونه په افغانستان کې د ماشومانو په وړاندې له مهمو ننګونو په ګوته کېږي.

په افغانستان کې یوه نادولتي بنسټ په دغه هیواد کې د ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده .

د افغان ښځو د شبکې په نامه د دغه بنسټ ارزونه ښیي چې جنسي تیري، ځورونې او شاقه کارونه هغه مهمې ننګونې دي چې افغان ماشومان ورسره په دغه هېواد کې لاس او ګرېوان دي .

ټاکل شوې د دغې ارزونې پایلې نن (شنبه، د مارچ پنځمه) له افغان حکومت او د ماشومانو له حقونو څخه د ملاتړ له ټولنو سره شریکې کړل شي او پر بنسټ به یې یاده ټولنه ترې وغواړي چې د ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره ځینې قوانین طرحه او تصویب شي .

د افغان ښځو شبکه چې شاوخوا ۷۰ نادولتي ټولنې یې غړیتوب لري، خپله دغه اروزنه د پلازمېنې سربېره په هرات، ننګرهار او د بامیانو په ولایتونو کې ترسره کړي چې په ترڅ کې یې له څه باندې ۵۰۰ کسانو سره مرکې شوې دي .

د دغې ارزونې پایلې چې ټاکل شوې نن رسنیو ته وسپارل شي، ښیي چې افغان ماشومان اوس هم له تاوتریخوالي ځورېږي او په ناوړه شرایطو کې د ژوند شپې سبا کوي.

د افغان ښځو د شبکې یوه چارواکې ویدا لطیف بي بي سي ته وویل په دغه اروزنه کې په خپله له ماشومانو، کورنیو او حکومتي ادارو سره د ماشومانو د وضعیت په اړه خبرې شوې دي :

''له هغو ماشومانو سره چې مرکې شوې ۴۰ په سلو کې یې له شاقه کارونو شکایت کړی، حکومتي ادارو بیا ویلي چې 60 په سلو کې ماشومان شاقه کارونه ترسره کوي، خو کورنۍ بیا په دې باور وې چې ۲۰ په سلو کې ماشومان یې سخت کارونه کوي. ۸۰ په سلو کې ماشومانو له ځورنو شکایت لاره، خو کورنیو او حکومتي ادارو په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کړې. زموږ د دې ارزونې له مخې ماشومانو په خپله د جنسي تیريو په اړه څه نه دي ویلي خو ۴۵ په سلو کې کورنیو او چارواکو ویلي چې پرماشومانو جنسي تېري کېږي .''

افغان ماشوم

په افغانستان کې ګڼ ماشومان د روانې جګړې قرباني شوي دي .

مېرمن ويدا لطیف زیاتوي، د ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره په کار دا ده چې ځینې قوانین جوړ شي چې پر بنسټ یې هم د ماشومانو حقونه خوندي شي او هم هغه کسان چې د ماشومانو په وړاندې له زور زیاتي نه کار اخلي مجازات کړل شي :

''د حقوق پوهانو یوه ډله مو جوړه کړه چې هغوی پر قوانینو باندې کار وکړ چې څه ډول دغه ستونزې هوارولی شو او دوی دې پایلې ته ورسیدل چې موږ باید یو حفاظتي قانون ولرو. یعنې وړاندې له دې چې پر ماشوم یو عمل ترسره شي باید موږ یو قانون ولرو چې دا کس ونشي کولی پر ماشوم همدا عمل ترسره کړي.''

له نا امنۍ سربېره د ماشومانو قاچاق، جنسي تېري، شاقه کارونه او په زور ودونه په افغانستان کې د ماشومانو په وړاندې له مهمو ننګونو په ګوته کېږي .

د دې ترڅنګ د قانون نه پلي کېدل هم هغه ستونزه یادېږي چې د بشري حقونو د څار ډلې وایي په افغانستان کې یې د ماشومانو له حقونو څخه تېري ته یې لاره هواره کړې ده .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .