خالد پښتون د ولسي جرګې لومړی مرستیال شو

خالد پښتون
Image caption خالد پښتون په تېره ولسي جرګې کې د کندهار استازی و .

د افغانستان ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د لومړي مرستیال لپاره ټاکنې وکړې، چې په دوو نوماندانو راحله سلیم او خالد پښتون کې ښاغلی پښتون د ۱۱۴ رایو په خپلولو وتوانېد .

تېره ورځ د لومړي مرستیال څوکۍ ته څلور کسان (د بادغیس استازی سرور فایز، د کابل استازې فاطمه نظري، د پنجشېر استازې راحله سلیم او د کندهار استازی خالد پښتون) ولاړ ول .

خو په ټاکنو کې راحله سلیم او خالد پښتون دویم پړاو ته ووتل .

د یکشنبې ورځې په ټاکنو کې ښاغلي پښتون د جرګې د ټول ټال ۲۱۵ غړو له ډلې د ۱۱۴ رای خپلې کړې، خو راحله سلیم ایله په ۷۰ رایو اخیستو وتوانېده .

۹ رایې سپینې او ۱۹ باطلې وختې .

ښاغلی پښتون د ولسي جرګې په تېره دوره کې هم د کندهار ولایت استازی و، او د طالبانو د رژيم تر نسکورېدو وروسته د نوي حکومت په جوړېدو سره د کندهار د لومړي والي ویاند و .

تر دې وړاندې دغه څوکۍ ته په ولسي جرګه کې د پکتیکا ولایت استازي نادرخان کټوازي او د بدخشان ولایت استازي عبدالاحد افضلي یوه هم ونشو کړای چې په دري پړاوه ټاکنو کې د حاضرو غړو پنځوس جمع یو رایه خپله کړي .

ورته مطالب