د امریکا دفاع وزیر په ناڅاپي سفر افغانستان ته تللی

ښاغلی کرزی او ګېټس

ښاغلي گيټس له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وويل چې د ولسي وګړو وژل د افغانستان له خلکو سره د امريکا پر اړيکو سيورى غوړولى شي .

د امریکا دفاع وزیر رابرټ ګېټس په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته رسېدلی دی .

نوموړی داسې مهال کابل ته تللی، چې د افغان مشرتابه او ناټو ترمنځ د ولسي وګړو پر مرګ ژوبلې د ترینګلتیا خبر ورکړل شوی دی .

رابرټ ګېټس بګرام هوايي ډګر ته تر رسېدا وروسته امریکايي پوځيانو ته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د اوږدمهاله پاتې کېدو په اړه وویل ''چې په دې اړه په دې وروستیو کې د واشنګټن او کابل ترمنځ خبرې پیل شوي دي .'' خو نور جزییات یې ورنه کړل .

ګېټس به د نن ورځې په وروستیو کې له ولسمشر حامد کرزي سره هم وګوري .

د امریکا دفاع وزیر د افغانستان ختيځ او سوېل ته چې تر ډېره وسله وال طالبان په کې له بهرنیو ځواکونو سره مقاومت کوي، هم سفر په پام کې لري .

د امریکا د دفاع وزارت ویاند ویلي ښاغلی ګېټس له تېر دسمبر راهیسې په دې فکر دی چې څرنګه په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو په ځمکنیو عملیاتو کې بدلون راولي .

ویاند دا هم ویلي په پام کې لري چې امریکايي او ناټو قومندانان ورته د طالبانو او ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د امریکا د اوسنۍ تګلارې د بریالیتوب په اړه څرګندونې وکړي .

په افغانستان کې د امریکا د اوږدمهاله پاتې کېدو په اړه د واشنګټن او کابل ترمنځ خبرې پيل شوې دي .

ګېټس

له تېرو څو اوونیو راهیسې امریکايي قومندانانو ویلي ول چې اوس طالبان کمزوري شوي او فشار پرې ډېر شوی دی، خو طالبان بیا دا نه مني او وايي چې دوی به د تېر په څېر خپلو بریدونو ته دوام ورکړي .

د افغانستان په سوېلي هلمند ولایت کې د امریکا د سمندري ځواکونو قومندان جنرال ریچرډ ميلز تېره اوونۍ خبریالانو ته ویلي ول چې طالبان دا مهال له سخت مقاومت سره مخامخ دي .

ده دا هم وویل چې طالبان اوس خپلې سیمې ورو ورو له لاسه ورکوي او ګڼ بهرني جنګیالي يې له لاسه ورکړي دي .

ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ناټو له مشر قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس سره د لیدو پرمهال په ډاګه کړې چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړيکو د ترینګلتیا اصلي دلیل دی .

ټاکل شوې چې ښاغلی ګېټس به په دغه دوه ورځني سفر کې له افغان ولسمشر حامد کرزي، له مېشتو امريکايي پوځيانو او د ناټو له قومندانانو سره وګوري .

په پام کې ده چې د روانې مارچ په وروستیو کې به ولسمشر حامد کرزي افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو د پيلېدو اعلان وکړي .

وړاندې ښاغلي کرزي ویلي ول چې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل به د رانوي کېدونکي ۱۳۹۰هـجري لمریځ کال د وري/حمل پر لومړۍ اعلانوي .

اټکل دی چې ښاغلی ګېټس به افغانستان ته له افغان چارواکو سره د ولسي تلفاتو پر سر او افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو د موضوع ګانو پر سر د خبرو لپاره تللی وي .

پرون (یکشنبه، د مارچ شپږمه) ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ناټو جګپوړي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس ته د خبرو پروخت وویل ''یوازې د بښنې په غوښتلو په هوايي بریدونو کې د ملکي وژنې پرهر نه شي رغېدلی .''

امریکايي پوځيان

کېدای شي ښاغلی ګېټس همدا خبره مطرح کړي چې ایا په افغانستان کې له ټول ټال شاوخوا ۹۷۰۰۰ امریکايي پوځيانو به څومره سږ کال وځي .

په تېره سه شنبه د کونړ په ماڼوګي کې د ناټو بمبارۍ نهه ماشومان ووژل، چې تېره ورځ د ولسي وګړو د ملکي تلفاتو او بهرنیو ځواکونو پرضد په کابل کې لاریون هم وشو .

لاریون کوونکو د ناټو او امريکايي ځواکونو او طالبانو له خوا د ولسي مرګ ژوبلې د مخنيوي غوښتنه کوله .

د امریکا د دفاع وزارت د رسنیو یوه چارواکي اې ايف پي خبري اژانس ته ویلي افغانستان ته د ښاغلي ګېټس دا سفر د ''د تصمیم نیولو لپاره نه دی. ''.

وړاندې د ولسمشر اوباما ادارې ویلي ول چې د روان ۲۰۱۱ په جولای کې به له افغانستان څخه د امریکايي پوځيانو وتل پيلوي، چې تر ۲۰۱۴ کال پورې به دا لړۍ بشپړېږي .

کېدای شي ښاغلی ګېټس همدا خبره مطرح کړي چې ایا په افغانستان کې له ټول ټال شاوخوا ۹۷۰۰۰ امریکايي پوځيانو به څومره سږ کال وځي .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .