ګېټس: ملکي تلفات د کابل-واشنګټن اړيکي ترینګلي کولی شي

ګېټس او کرزی
Image caption ښاغلي گېټس دا رنگه وويل چې د جولاى په مياشت کې امریکايي ځواکونه په محدود شمېر کې له افغانستانه خپله وتنه پيل کړي، خو ټينگار يې دا و چې له جولاى مياشتې وروسته به خپل ټول ځواکونه له دغه هېواده نه باسي، او پر طالبانو به فشارونه لا زيات کړي .

د امريکا د متحده ايالاتو دفاع وزير رابرټ گېټس د هغو نهو ماشومانو پر وژل کېدو خواشينې وښوده چې تېره اوونۍ په کونړ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمباريو کې وژل شوي وو .

ښاغلي گېټس له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په يوه گډ خبري کنفرانس کې وويل چې دغه شان پېښې د افغانستان له خلکو سره د امريکا پر اړيکو سيورى غوړولى شي .

تر دې د مخه ښاغلي کرزي په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د مشر قومندان ډېوېډ پيټرېیاس بښنه په دې برخه کې نه وه منلې.

د امريکا د دفاع وزير داسې مهال کابل ته راغلى چې د بهرنيو ځواکونو د بمباريو له امله د کونړ ولايت د نهو تنو ماشومانو وژنې د کابل او واشنگټن تر منځ اړيکي خړپړ کړي دي . د پکشنبې پر ورځ سلگونو کابل ښاريانو د دغې پېښې غندنه وکړه او لاريونونه يې وکړل .

افغان ولسمشر حامد کرزي له ښاغلي گېټس سره په پرونۍ کتنه کې وويل چې هغه د امريکا د دفاع وزير بښنې ته د قدر په سترگه گوري، خو ټينگار يې دا وو چې نور دې په افغانستان کې د ولسي وگړو مرگ ژوبله ودرول شي .

په پام کې ده چې په راتلونکو يو دوه اوونيو کې ښاغلى کرزى له ناټو ځواکونو نه افغان ځواکونو ته د مسؤوليت د سپارلو مهال وېش په ډاگه کړي .

تر دې وړاندې ښاغلي گېټس د بگرام په پوځي اډه کې امريکايي ځواکونو ته ډاډگيرنه ورکړې وه چې گواکې د افغانستان په اوږده جگړه کې د هغوى هڅې بريالۍ راختلي :

ګټورې هڅې

''فکر کوم تاسو خپلو افغان همکارانو ته ثابته کړې چې ستاسې هڅې گټورې دي او ښايي بريالۍ هم شي، موږ د افغانستان په سويلي ولايتونو کندهار او هلمند کې ډېرې برياوې درلودې او تاسو خپلو افغان همکارانو ته په ډاگه کړه هغه تگلاره مو چې غوره کړې هغه بريالۍ وه .''

ښاغلي گېټس دا رنگه وويل چې د جولاى په مياشت کې امریکايي ځواکونه په محدود شمېر کې له افغانستانه خپله وتنه پيل کړي، خو ټينگار يې دا و چې له جولاى مياشتې وروسته به خپل ټول ځواکونه له دغه هېواده نه باسي، او پر طالبانو به فشارونه لا زيات کړي .

په پام کې ده چې د ۲۰۱۴ زيږديز کال تر پايه افغان ځواکونه ټولې امنيتي چارې پخپله سمبال کړي چې په دې توگه به د بهرنيو ځواکونو وتو ته لاره هواره شي .

ورته مطالب