ناټو: طالبانو ته د منظمو بریدونو وړتیا نه ده ورپاتې

طالبان د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دا راز د افغان او ناټو ځواکونو د لویو پوځي عملیاتو پر مهال هم طالبان ډېر ځله د مقابلې او مقاومت پر ځای ځانونه له سیمې غاړې ته کوي او د دغو ځواکونو له شاته کیدو سره جوخت بیرته د خپل فعالیت سیمو ته ستنیږي .

په کابل کې د ایساف ویاند جنرال جوزف بلاتز د دې دلیل د هیواد په سویل کې د طالبانو له ولکې د هغوی د مهمو مرکزونو وتل بولي .

ویاند وایي له تیرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د طالبانو دریځ ډیر کمزوری شوی او کله چې طالب جنګیالي په پاکستان کې له خپلو مرکزونو د پسرلنیو بریدونو لپاره راستانه شي نو له سختو ننګونو سره به مخامخ شي .

د وروستیو څو کلونو د تجروبو له مخې پسرلی په افغانستان کې له سره د جګړې د تودیدو موسم بلل کیږي .

خود ناټو - ایساف سرچینې وایي اوس حالات بدل دي او طالبانو ته نور د دا وړ منظمو موسمي بریدونو او خوځښتونو وړتیا نه ده ورپاتې .

په کابل کې د ناټو ایساف ویاند جنرال جوزف بلاتز په همدې اړه یوه خبري کنفرانس ته د څرګندونو پر مهال وویل پخوا طالبانو د دا وړ بریدونو د تنظیمولو لپاره د هیواد په سویل او په ځانګړې توګه د هلمند او کندهار په کلیوالي سیمو کې خوندي مرکزونه درلودل چې اوس دغه مرکزونه د افغان اونړیوالو امنیتي ځواکونو په ولکه کې دي او دا چې طالبان بیرته د دغو مرکزونو د لاندز کولو وس نه لري :

''کله چې سږ کال یاغیان په پاکستان کې له خپلو پتنځایونو راستنیږي نو له یوه سخت او بدل چاپیریال سره به مخامخ شي.د هغو سیمو کنټرول چې د یاغیانو مهم مرکزونه یادېدل اوس د اتلافي ځواکونو په ولکه کې دی. په ځانګړې توګه په کندهار او هلمند کې د هغوی مهم مرکزونه لاندې وتي دي. د لاندې وتو سیمو د ساتنې لپاره د کلیوالي امنیتي ځواکونو تر څنګه له سلو زرو زیات افغان او نړیوال ځواکونه ګمارل شوي. کله چې یاغیان راستنیږي نو پوه به شي چې نور هغوی ته په دغو کلیوالي سیموکې د ازادو ګرځیدو او فعالیت فرصت ورپاتې نه دی .''

د ناټو ایساف چارواکي داسې مهال په افغانستان کې د وسله والو مخالفانو د کمزورتیا ادعا کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د بمي بریدونو او ورسره جوخت له همدې اړخه د انساني تلفاتو په کچه کې د بل هر وخت پر تله د پام وړ زیاتوالی راغلی .

Image caption د ناټو ایساف چارواکي داسې مهال په افغانستان کې د وسله والو مخالفانو د کمزورتیا ادعا کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د بمي بریدونو او ورسره جوخت له همدې اړخه د انساني تلفاتو په کچه کې د بل هر وخت پر تله د پام وړ زیاتوالی راغلی .

پخپله ملګرو ملتونو هم څو ورځې وړاندې له دې اړخه د خپلې اندیښنې په ترڅ کې په افغانستان کې د تاوترخوالي اندازه په تیرو لسو کلونو کې بیسارې بللې وه.

بل خوا د تیرو لسو کلونو تجربې ته په کتو طالبان ډیر لږ په منظمه جبهه کې جګړې ته زړه ښه کوي او ډیر ځله د سړک د غاړې د بمي بریدونو او یا هم د ځانمرګو بریدونو پر مټ ان په لویو ښارونو او د حکومت تر ولکې لاندې سیمو کې د خرپ او ترپ بریدونه کوي او وروسته د برید له سیمې پښې سپکوي .

دا راز د افغان او ناټو ځواکونو د لویو پوځي عملیاتو پر مهال هم طالبان ډېر ځله د مقابلې او مقاومت پر ځای ځانونه له سیمې غاړې ته کوي او د دغو ځواکونو له شاته کیدو سره جوخت بیرته د خپل فعالیت سیمو ته ستنیږي .

ورته مطالب