ولسي جرګې پر ملکي تلفاتو امنيتي چارواکي وربللي

د افغانستان جګپوړي امنيتي چارواکي په داسې حال کې ولسي جرګې ته وربلل شوي، چې په ختيځ کونړ ولایت کې د ولسي مرګ ژوبلې په اړه د افغان حکومت او خلکو سخت غبرګونونه راپارېدلی دي .

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي، د وسله والو ځواکونو لوی درستیز شېرمحمد کريمي او د ملي امنیت مرستیال عبدالقیوم کټوازي د ولسي مرګ ژوبلې په اړه د جرګې د غړو پوښتنې ځوابولې .

د ولسي جرګې ځينو غړو په تېر کې د ولسي مرګ ژوبلې د مخنيوي په برخه کې پر چارواکو په نیوکې سربېره د ولسي وګړو د وژل کېدو د عاملینو د محاکمې غوښتنه کوله .

ښاغلي محمدي دغو پوښتنو ته په ځواب کې وویل چې په دې وروستیو کې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د هم غږۍ مرکزونه جوړ شوي دي .

بسم الله محمدي زیاته کړه چې د هم غږۍ د دغو مرکزونو تر جوړېدو وروسته په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه راټيټه شوې ده .

د کورنیو چارو وزیر همدارنګه وویل د ناټو له چارواکو سره د شویو خبرو پربنسټ به تر دې وروسته بهرنیو ځواکونو ته د خپل سرو هوايي بریدونو اجازه نه ورکول کېږي :

''له شک پرته له دوی سره کېناستو او ورته ومو ویل چې د عملیاتو په سیمو کې به تاسو په خپل سر بریدونه نه کوﺉ، تاسو ته ډاډ درکوم چې موږ به په راتلونکو عملیاتو دې ته ډېر پام کوو او پر بهرنیانو د فشار راوړلو ته به ډېر پام وکړو . موږ باید له دغو زړه بوږنوونکو پېښو پند واخلو او نوره د خپل سرو عملیاتو اجازه ورنه کړو. ''

په افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې له هغه وروسته سخت غبرګونونه وښودل شول، چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په ختيځ کونړ ولایت کې د ناټو په درې ورځنيو عملیاتو کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته، چې د چارواکو په وینا زیاتره یې ښځې او ماشومان ول .

د افغان چارواکو په وینا، په دغو عملیاتو کې ۶۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي، خو ناټو ځواکونه یوازې د نهو ماشومانو وژل کېدل مني .

تر اوسه د ولسي مرګ ژوبلې په اړه یوازې د امریکا او ناټو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس او دفاع وزیر رابرټ ګېټس له کرزي او افغانانو د ولسي وګړو په اړه بښنه وغوښته، خو ښاغلي کرزي ورته ویلي چې په دې اړه یوازې بښنه کافي نه ده .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .