د کرېکټ نړيوال جام لوبو ته د بريدونو ګواښ

Image caption ممکن ځينې تندلاري د نيپال له لارې هند ته ننوتي وي او يو شمېر نور د سمندر له لارې هند ته د ننوتو نيت لري.

د هند د بهرنيو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې تندلاري په هند کې د کرېکټ د نړيوالو لوبو پر مهال د بريدونو په تکل کې دي.

د کرېکټ په لوبو او په ساحلي سيمو کې د تيلو پر ځايونو د ممکنه بريدونو ګواښ ته په کتو د هند د کورنيو چارو وزارت په ټول هېواد کې امنيتي ځواکونو ته د تيارسۍ اوسېدو لارښوونه کړې ده.

د هند استخباراتي ادارې له سمندر سره د نژدې پرتو ايالتونو چارواکو ته په يوه استول شوي ليک کې ويل شوي ، چې لشکر طيبه او القاعده هڅه کوي په ممبيي ، چنايي او حيدراباد ښارونو کې د کرېکټ د نړيوال جام د لوبو پر مهال بريدونه وکړي.

د راپورونو له مخې ځينې نادولتي استخباراتي ادارو هندی حکومت ته خبر ورکړی چې ممکن ځينې تندلاري د نيپال له لارې هند ته ننوتي وي او يو شمېر نور د سمندر له لارې هند ته د ننوتو نيت لري.

په هند کې د بي بي سي خبريال وايي د کورنيو چارو وزارت له لوري ايالتونو ته په استول شويو لارښوونو کې ويل شوي چې د پاکستان د پنجاب ايالت دغه تندلاري له القاعده سره اړيکې لري او دوی په راتلونکو څو مياشتو کې د سمندر له لارې هند ته د ننوتو په تکل کې دي.

له دې خبرتيا وروسته د کرېکټ د لوبغاړو ، د کرېکټ د ميدانونو او نورو مهمو ځايونو امنيت لا پسې کلک شوی دی.

د هند کرکټ بورډ ويلي چې د لوبو لپاره پورته شوي ګامونه د ډاډ وړ دي او د لوبغاړو او نندارچيانو د خونديتوب لپاره به هر ډول احتياطي ګامونه واخلي.

ورته مطالب