په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ازهر: د نشه يي توکو د مخنيوي په ستراتيژۍ کې بدلون راولو

افغان حکومت وايي د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پر جوړې شوې ستراتيژۍ له سره غور کوي. دغه ستراتيژي پنځه کاله وړاندې جوړه شوې وه.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي د دغې ستراتيژۍ وخت پای ته رسېدلی او نوې کړنلاره به د اوسنيو اړتياوو پر بنسټ جوړه کړي.

دوی وايي ټاکل شوې دغه نوې ستراتيژي به د روان کال تر پايه بشپړه شي.

پر همدې مهال د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په هېواد کې د کوکنارو د کر د کچې مالومو په موخه يوه سروې پيل کړې چې لومړی پړاو يې ښيي د دغو بوټو کښت بيا زيات شوی دی.

غور او کاپيسا هغه ولايتونه ياد شوي چې له سره په کې کوکنار کرل شوي دي.

عبدالله ستانکزي د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې له مرستيال وزير ابراهيم ازهر نه د ځانګړې مرکې په پيل کې پوښتلي چې د کوکنارو د کښت د مخنيوي په اړه څه پلانونه لري: